نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د مارچ د اتمې لمانځنه، د آزادۍ او که د اسارت درناوى؟

 د مارچ اتمه نېټه د هغو کارګرو ښځو له وېنو له ټوکېدلې، چې د پانګه والو او سرمایه دارنو د اورونو په سرو لمبو کې وسوځېدې. د دغه ارزښت لمانځنه، د هغو کارګرو ښځو د وینو په قدرکولو کې رانغښتې ده، چې ۱۵۱ کاله مخکې د امریکا په متحده ایالتونو یا د سرمایه دارۍ په زبرځواکۍ کې وښندل شوه، خو جالبه، چې نن ورځ د هماغو جنایتکارو پانګوالو مرییان راپاڅېدلی او دغه ورځ یې په خپل انحصارکې راټینګه کړې ده او له خپل اصلی مضمون څخه یې تشه کړې او په دې ویاړلی ورځ باندې ښځو ته د ډالیو او مبارکیو په ورکولو سره ملنډې وهی.

په ۱۸۵۷ میلادی کال په نیویارک کې د نساجۍ د یوې فابریکې کارګرو ښځو داسې مهال په اعتصاب لاس پورې کړ، چې د کار د مودې، د کار د شرایطو، د مرضونو له زیاتېد او له نورو لسګونو انسانی ستونزو سره مخ وې او د کارونو او کارخانو د جنایتکارو ټیکه دارنو له لورې پرې بې سارې نادودې کېدلې. د کارخانو خاوندان بې له دې، چې د دغو کارګرو ښځو غوښتنو ته مازې پاملرنه وکړی، د فابریکې  په دننه کې یې خونړۍ اور بل کړ او د همدغه اور په سرو لمبو او سکروټو کې یې ۱۲۹ تنه کارګرې ښځې ژوندۍ وسوځولې او په دې توګه یې د کارګرو ښځو دغه برحقه اعتصاب په اېرو بدل کړ.

د امریکا د وخت واکمن دولت دغې مسئلې ته هېڅ پاملرنه ونه کړه او اورلګېدنه یې داسې تعبیرکړه، چې ګواکې په خپله رامنځته شوې ده. د دغې خونړۍ پېښې ازانګو ټوله امریکا او اروپا په سر واخیسته او نړیوالې سرمایه دارۍ ته یې سخت ټکان ورکړ. د کلارا زتکین په څېر د مبارزو او سرښندویه ښځو وروستى هڅې د دې لامل شوې، چې دا ورځ د ښځو ترمنځ د سرمایه دارۍ، استبداد او غیرانسانی استعمار په وړاندې د کارګرو ښځو د مبارزې د  بیرغ په توګه هرکال ولمانځل شی او د هغو ښځو مټوته زور او ځواک وروبښې، چې د طبقاتې سرمایه دارۍ او نارینه سالاره ستمونو په وړاندې مبارزه کوی.

د استبداد په وړاندې د مبارزې علم په اثبات رسولې، که چېرې ښځې د طبقاتی استبداد کړۍ ماتې نه کړی، هېڅکله به له نارینه وو سره برابرۍ ته ونه رسېږی.  له همدې کبله ده، چې د دغې ورځې لمانځنه د لومړی ځل لپاره په ۱۹۱۵ میلادی کال ترسره شوه او قهرېدلو ښځو په ډېرى اروپایی هېوادونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ او د کارګرو او نا کارګرو ښځو د ناسم او بد وضعیت په اړه یې په دغو هېوادونو کې سخت اعتراضونه وکړل او بالاخره د ملګرو متلونو ټولیزې ټولنې په ۱۹۷۵ میلادی کال دا ورځ د ښځو د ورځې په نوم ونوموله.

له تېرو اتو کلونو راهیسې، چې په پام کې ده غربی ډموکراسی په افغانستان کې پلې شی،  د مارچ له اتمې یې د دغې ډموکراسۍ د ټوکرى ګل جوړ کړى او د کابل په ډېرى ادارو کې د هغې لمانځنه کېږی او یو شمېر جل و بلې ښځو ته په لوکسو او قیمتی رسټورانټونو کې ډالۍ ورکول کېږی او مبارکباد باد ورته وایی. دا هڅه له دې پرته، چې د مارچ اتمه په دسترخوانونو راوکاږی او رښتینى ماهیت یې، چې هماغه د جنایتکارو سرمایه دارنو پرضد مبارزه ده، پټ کړی، بل څه نه بریښی، حال دا چې باخبره او مخکښې ښځې باید دا ورځ په پنځه ستوریو هوټلونو کې په پروپوزلونو ، د ستیج ترشا د ښځو د ترټولو فاسده دښمنانو په ویناوو او یا  د استعمارګرو او جنایتکارو رژیمونو د استازو په شتون کې په تبریک ویلو او ښکلولو ونه لمانځی او که چېرې لږ د فکر خاوندانې وی او په خپلو مټو او تن کې لږ قوت لری، باید کوڅو او سړکونو ته راووځی او د ستمګرانو د ماڼیو د رانسکورولو شعارونه دې ورکړی او د نیویارک د هغو کارګرو ښځو له قاتلانو څخه، چې لوګى شوې او په زغالو واوښتې د مډال او پیسو په اخیستلو دې لږ وشرمېږی.    

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد