پاکستان؛ نوې څیره، زوړ سیاست

وروسته له دې چې د پاکستان نظامی ولسمشر د "دموکراسی غوښتونکو" تر فشار لاندې له واک څخه لیرې کړای شو، نوې څیره چې هیڅکله یې د پاکستان د ولسمشرۍ خوب هم نه لیدو، د پاکستان د نوی ولسمشر په توګه وټاکل شوه. دغه نوې څیره د پاکستان په تاریخ کې یوه تر ټولو پیژندل شوې فاسده څیره ده. آن هغه وخت چې بینظیر بوټو ژوندۍ وه، آصف علی زرداری چې اوس د پاکستان نوی ولسمشر دی، د پاکستان د خلکو ګوند (پی پی پی) زیاتره غړی د هغه د فساد له کبله ترې بیزاره وو. په پاکستان کې دننه د نظامی ولسمشر پر ځای د زرداری ټاکلو ته ولسی پرګنو هم هرکلی ونه وایو، مګر د افغانستان چارواکو دغه بدلون ته په نیکه سترګه وکتل او فکر یې وکړ چې نور به پاکستان په افغانستان کې له لاس وهنې څخه لاس واخلی. خو د پاکستان سیاست دومره خام نه دی چې د څیرو په بدلیدو سره هر څه بدل شی.

پاکستان په خپل تاریخ کې هیڅکله په افغانستان کې د پیاوړی دولت غوښتونکی نه و او نه دی. له دې کبله د افغان چارواکو خوشحالی ښایی دومره پر ځای نه وی. وړاندې له دې چې زرداری د پاکستان د نوی ولسمشر په توګه وټاکل شی، په کراتو یې ویلی وو چې هغه به د طالبانو او نورو ترهګرو پر فعالیتونو بندیز ولګوی او هغوی به غیرقانونی وګرځوی. خو پاکستان داسې هیواد نه دی چې غیرنظامی ولسمشران وکړای شی د هغه هیواد برخلیک بدل کړی او یا یې په سیاست کې د پام وړ بدلون راولی. په پاکستان کې هر څه د نظامیانو او په ځانګړی توګه د آی اس آی لخوا تر سره کیږی. آی اس آی هغه استخباراتی شبکه ده چې په سنتی ډول اسلامپالی په کې تر ټولو زیات رول لری او دغه اسلامپالی په یوه ډول له طالبانو سره تړاو لری. له دې کبله څو وارې چې امریکایی ځواکونو له عملیاتو وړاندې، آی اس آی ته خبر ورکړی و، د امریکاییانو عملیات له ماتې سره مخامخ شوی وو، ځکه طالبان یا د القاعده غړی د آی اس آی لخوا له عملیاتو نه خبر کړای شوی وو. اوس هم د پاکستان نوی غیرپوځی حکومت په هیڅ ډول نشی کولای آی اس آی تر کنترول لاندې راولی. آی اس آی د طالبانو په شتون کې خپله بقا او ګټه وینی. نو ځکه یې د سپټامبر 11 له پیښې وروسته طالبان او نور ترهګر وساتل، هغوی یې نور هم پیاوړی کړل او د دې لپاره چې له لویدیځ نه ملیاردونه ډالره لاس ته راوړی، په قبایلی سیمو کې یې طالبان راوپارول او د دې لپاره چې د لویدیځ زړه او ډالرې لاس ته راوړی، کله ناکله د ترهګرو پر ضد عملیات تر سره کوی. نیویارک ټایمز په خپل وروستی رپوټ کې د قبایلو د یوه مشر له خولې لیکلی دی: "دولتی سرتیری دلته راځی، پر څو خالی کورونو ډزې کوی او بیرته ځی. دا د امریکا د تیرایستنې لپاره یوه ننداره ده."

د زرداری میرمن بینظیر بوټو که څه هم د ترهګرانو په لاس ووژل شوه، خو کومې جرړې او ځواک چې ترهګران په پاکستان کې لری او له بل پلوه آی اس آی هم له هغوی نه ملاتړ کوی، د زرداری د نوی حکومت لپاره به ډیره ستونزمنه وی چې ځان له طالبانو سره مخامخ کړی، ځکه آی اس آی د پاکستان په دولت کې دننه د دولت رول لری. د بریټانیا چاپ ورځپاڼې هِرالډ ټریبیون د غبرګولی د څلورمې نیټې په ګڼه کې د اسټرالیا د ملی پوهنتون استاد امین صیقل لیکنه خپره کړه. امین صیقل په دغه لیکنه کې د آی اس آی اغیزې او ځواک ته اشاره کوی او لیکی: آن که جنرال مشرف په خپله وغواړی په افغانستان کې لاس وهنه ونشی، هغه ژمنه کولای نشی چې آی اس آی به دا کار ونکړی. له دې کبله کله چې د مشرف په څیر پوځی ولسمشر نشی کولای د آی اس آی مخه ونیسی، زرداری چې یو فاسد سیاستوال دی او د ولس ملاتړ له ځانه سره نه لری، هیڅکله به دغه کار تر سره نکړای شی.

د امریکا متحدو ایالتونو چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې نور نشو کولای په پاکستان کې د مشرف له لارې خپلې موخې تر سره کړی، د هغه له ملاتړ نه لاس په سر شول او داسې څوک یې د هغه پر ځای راوست چې د فساد دوسیې لری او د خپل ځان د ساتلو لپاره د امریکا هر ډول امر او دستور ته غاړه ږدی. امریکا په پاکستان کې د ترهګرانو د پټنځایونو د ویشتلو او پر هغوی باندې د برید د تر سره کولو لپاره داسې چا ته اړتیا درلوده چې د هغوی په وړاندې ونه دریږی. د امریکا ولسمشر په ډاګه اعلان وکړ چې باید د ترهګرانو ځالې په پاکستان کې په نښه شی، ځکه وروسته له هغې چې پاکستانی طالبانو د پاکستان له ائتلافی دولت سره جوړجاړی وکړ، په افغانستان کې د ترهګرانو بریدونه خپلې وروستۍ کچې ته ورسیدل او آن د ناټو او امریکا ځواکونو ته یې زیات تلفات واړول. کرزی هم په ډاګه اعلان وکړ چې نور د پاکستان لخوا د ترهګرانو بریدونه زغملی نشی او هغه به پر ترهګرانو باندې د پاکستان په خاوره کې برید وکړی! امریکایی ځواکونو د جون په میاشت کې د پاکستان یوه سرحدی پوسته هغه وخت تر هوایی برید لاندې راوستله چې پاکستانی سرتیرو پر امریکایی ځواکونو ډزې وکړې تر څو له پاکستانی طالبانو نه ملاتړ وکړی. په دغه برید کې یوولس پاکستانی سرتیری ووژل شول. له دغې پیښې وروسته، امریکایی ځواکونو څو وارې په پاکستان کې دننه د ترهګرانو پر مورچلو او پټنځایونو هوایی بریدونه کړی، چې د ترهګرانو تر څنګ یې ملکی وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده. په همدې وروستیو کې آن د امریکا کمانډو ځواکونو په وزیرستان کې عملیات وکړل او څو تنه ترهګر یې ووژل. دغو بریدونو چې د پاکستانی چارواکو غصه راوپاروله، د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کیانی اعلان وکړ چې هیچا ته به اجازه ورنکړی چې د پاکستان په خاوره کې عملیات تر سره کړی. دا دویم ځل دی چې پاکستانی چارواکی اعلان کوی چې د امریکا پر هلیکوپترو یې هغه مهال ډزې کړی چې غوښتل یې د پاکستان خاورې ته راننوځی. دغه ادعاګانې د امریکایی ځواکونو لخوا تایید شوی نه دی.  که امریکایی ځواکونه وغواړی په پاکستان کې عملیات وکړی، لکه څو وارې چې یې پر ترهګرو هوایی بریدونه وکړل، نه زرداری او نه اشفاق کیانی هیڅ یو به هم د هغوی مخه ونه نیولای شی.

زرداری په داسې ستونزمنو او کړکیچنو حالاتو کې د پاکستان د ولسمشرۍ پر پالنګ ډډه وهی چې له یوه پلوه ترهګر د هغه د زنې لاندې په اسلام آباد کې بریدونه تر سره کوی (د پاکستان پر مریَټ هوټل باندې برید، د 53 کسانو وژنه او له 260 څخه د زیاتو ټپی کیدنه) او له بل پلوه زور یې پر آی اس آی نه رسیږی؛ د هیواد اقتصادی وضعیت له کړکیچ سره مخامخ دی او خلک تر وروستۍ کچه له دولت څخه ناراضه دی. زرداری نوې څیره ده، خو د افغانستان په هکله د پاکستان سیاست هماغه زوړ او پخوانی سیاست دی. که زرداری ونکړای شی د پاکستان اوسنی کړکیچن حالات کنترول کړی، دغه کمزوری به نه یوازې په افغانستان کې لاس وهنې زیاتې کړی، چې په خپله پاکستان به نور هم د ترهګرۍ په لمبو کې ستی شی او دغه کار به بالاخره پوځیانو ته بهانه په لاس ورکړی او ډیر ژر به پاکستان د یوې بلې پوځی کودتا شاهد وی.