هفته نامه پیشرو شماره ۲۷ میزان ۱۳۸۷

څوک زموږ د ولس وینه تویوی؟

په افغانستان کې د امریکا د بلوس اتم کال پاى ته په رسیدو دى. په تیروو اتو کلونو کې زموږ په هیواد کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د ترهګرۍ په پلمه خیټه واچوله او یوځل بیا یې زموږ خپلواکۍ تر پوښتنې لاندې راوسته.

امریکا چې دم ګړۍ په ټوله نړۍ کې ۷۲۵ پوځی اډې لری، د سپتمبر له یوولسمې وروسته یې زموږ هیواد ونیو او ورسره جوخت یې په منځنی آسیا کې هم خپلې پوځی اډې جوړې کړې. د فریډمن د شوک روغتیایی تیوری له مخې امریکا د جنګسالارو ډایناسورانو د جنایتونو او خیانتونو په مټ، هغوی زموږ پر خلکو وتپل او هغه دموکراسی یې پلی کړه چې نن یې زیږه او ناولې څیره د هیوادوالو په وژنې کې په ډاګه ګورو.

نن په سویل، ختیځ او لویدیځ کې زموږ هیوادوال د امریکایی ځواکونو په بمباریو کې مری او په شمال کې د امریکاییانو سیاسی ـ پوځی ملاتړې ډلې هره شیبه جنایت زیږوی. د کنړ، ننګرهار، هلمند، کندهار، ارزګان او هرات د شیندند وژنې هغه جنایتکارانه او خاینانه وژنې وى چې د امپریالیستې هیوادونو د نیواکګر سیاست منځپانګه ښه په ډاګه کوی.

ملګری ملتونه په خپل وروستی رپوټ کې وایی چې په افغانستان کې د ملکی کسانو وژنه ورځ تر بلې په ډیریدو ده او د طالبانو د پرزیدو وروسته د اګست میاشت تر ټولو مرګونی میاشت وه چې  نژدې ۳۳۰ ملکی افغانان په کې ووژل شول. په دې رپوټ کې راغلی چې د سږنی میلادی کال له جنوری څخه د اګست میاشتې پورې ۱۴۴۵ ملکی وګړی وژل شوی دی چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳۹% زیاتوالى په ګوته کوی. دا شمیرنې نه یوازې دا چې دقیقې نه دې بلکې د جنایت د کموالی په موخه خپرې شوی دی ځکه چې تیرکال همدې ملګرو ملتونو اعلان کړه چې په ۲۰۰۷ کال کې نژدې ۸۰۰۰ افغان ملکی وګړی وژل شوی دی، نو ښایی چې په مرګونی میاشتې کې دا شمیره له لس زرو هم اوښتوی وی.

تر ټولو غمیزه وژنه چې د افغانانو سخت قهر یې راوپارو، د شیندند د عزیز آباد ډله ایزه وژنه وه. په دې وژنه کې نژدې سل کسان په بى رحمۍ ووژل شول چې نړیوالو ځواکونو په ډیرې سپین سترګۍ سره هغوى ترهګر وبلل او د افغانستان دفاع وزارت هم په لومړنی غبرګون کې د نړیوالو ځواکونو په دې ادعا د منښت مهر ولګاوه. دې ډله ایزې وژنې یوځل بیا جوته کړه چې د دموکراسۍ ریمبوګان او د هغوى تالی څټی د خپلو ګټو په موخه افغان ولس له تورې تیروی او د هیڅ ډول انسانی ارزښتونو پروا نه ساتی. دا وژنه په داسې حال کې تر سره شوه چې د افغانستان دولت د امریکا متحدو ایالتونو سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړى او ټاکل شوى چې د کرزی دولت یو وار بیا د دې تړون پر پایښت ټینګار وکړی. د عزیز آباد سل کسه په داسې حال کې وژل کیږی چې د نړیوالې ټولنې د "دولت" بهرنیو چارو وزیر خپلواکی یوه کلاسیکه مقوله ګڼی او نننی عصر د غلامۍ او تړاو عصر ګڼی چې ښایی افغانستان هم دې عصر ته درناوى وکړی او د امریکا تړاو ومنی.

په داسې حال کې چې زموږ هیوادوال د امریکا، دولت (د دې کال تر اګست میاشت پورې ۵۷۷ کسان دولت پلوه ځواکونو وژلی دی) او طالبانو لخوا وژل کیږی او د بهرنیو چارو وزارت د مزدورۍ او تړاو لوست ورکوی، دا زموږ پر هیوادوالو ده چې په کرکه دې تړاو ته ځواب ورکړی او پرى نه ږدی چې وینه یې د "ترهګرۍ" ماشین ګړندی کړی .