نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د ځان بخښنې منشور

د ځان بخښنې منشور چې په لومړی سر کې ولسی جرګې تصویب کړ او بیا تنظیمی مشران یې د تایید په موخه په غازی لوبغالی کې سره راغونډ شول، ګڼ تاوده بحثونه راپارولی دی. د خلکو اکثریت دا منشور په یو نه یو شکل وغنده او ټولیزې رسنۍ په ملی او نړیواله کچه پدې تړاو شننې، ارزونې او ګردی میزونه ترتیب کړل او د خلکو او تنظیمی مشرانو نظرونه چې شدیداً یو بل سره په تقابل کې قرار لری، له مختلفو اړخونو څخه وارزول.

په همدې تړاو کلید راډیو ګردی میز راوبله او د ځان بخښنې منشور په هکله په کې بحث وشو؛ دا دی موږ د کلید راډیو له څپو څخه د جمیله مجاهد او نورزیه اتمر نظرونه د هغه دوه نظرونو په توګه چې یو یې د دې منشور په ملاتړ او بل یې په مخالفت کې و، د پیشرو د ګرانو لوستونکو په وړاندې ږدو، تر څو پخپله یو ځل بیا قضاوت وکړی او ووینی چې میرمنې د جنګسالارانو، جنایتکارانو او بشر حقونو د ناقضانو د ناولو هوسونو د لومړی قربانیانو په توګه څنګه په صراحت یا ارتجاعی توګه خبرې کوی.

نورزیه اتمر:

راځئ چې په مجموع وغږیږو په فردی مسایلو به نه غږیږو. ځکه چې افغانستان د یوه ډیر خطرناک بحران سره لاس او ګریوان دی. زه منم چې مجاهد خور ځانته دلیلونه لری لیکن هر څوک دې طرحې ته د خپلې نظریې له لورې ګوری ارزیابی کوی یې او پاینټونه ورکوی.  راځئ چې په حقایقو وغږیږو. حقایق دا دی چې په افغانانو تل جنګ تپل شوی بناً زه د وطن بچی هیڅ کله مقصر کولی نشم افغانانو خپل ځان په هر حالت کې ښودلی دی چې موږ ثابت یوو موږ د خپل استقلال او ملی هویت نه په هر قدم کې دفاع کوو. زه فکر کوم که په دې مساله کې ډیر جدی لاړ نشو دا به ښه وی ځکه شرایط د افغانستان ډیر حساس دی روزانه موږ د نورو چلنجونو سره مخ کیږو چې افغانستان د یوه نوی چلنج سره مخ کړو. تاسو پخپله پدې پوهیږئ زه یې نومونه نه اخلم دغه کسان چې نن یې نومونه د حقوق بشر د ناقضینو په لیست کې راغلی دی دا اوس هم د ملت له خوا ټاکل شوی دی دا پرنفوذه خلک دی دوی ته ملت رایه ورکړې ده بناً دا فیصله شوې ده که دا فیصله نه وای شوی تاسو په خپله شاهد یاستئ چې په کابل کې د دوی په مقابل کې بهترین پروفیسوران، بهترین ډاکټران، بهترین استادان ولاړ وو ولې یې ترې ونشو ګټلې؟ ولې ملت دوی ته رایه ورنکړه؟ لدې نه ښکاری چې دا خلک نفوذ لری دا خلک په وطن کې یوه اندازه مینه وال لری بناً د دوی مسلم حق و چې دوی پارلمان ته راغلی دی او که چیرته د بخښنې پوښتنه راپورته کیږی زما نظر دا دی چې دواړه ډلې دې وبخښل شی ځکه افغانان نور له جنګ نه ستړی شوی دی زه پخپله هم  د هرې ډلې لخوا ژوبله شوې یم. ورور مې مجاهدینو وژلی، پلار مې امین وژلی دی، په همدې رقم ماما او کاکا مې د مرمیو ښکار شوی او وژل شوی دی بناً زه د چا پسې لاړه شم که د انتقام پسې لاړم خو بیا وطن په کنډوالو بدلیږی او افغانستان زموږ نه وروسته پاتې کیږی.    .

جمیله مجاهد:

اوس هم په افغانستان کې زور چلیږی. اوس هم په افغانستان کې وسله او ګواښونه دی. هغه بیچاره پروفیسر ته چا نه دا وخت ورکړی او نه یې څوک ورکوی. یعنې که موږ دا ووایو چې د دې پارلمان انتخابات عادلانه وو، په دې به خپل وجدان خپه کړو. دا انتخابات سل په سلو کې عادلانه نه وو، موږ مستحق خلک درلودل چې باید پارلمان ته د دغو جنابانو په ځای ورغلی وای خو متاسفانه چې هیواد اوس هم د دوی تر سیوری لاندې دی اوس هم د دولت ارابه د دوی په لاس چلیږی هغه کسان چې د انسان د حقوقو ضد وو هغه اوس هم په قدرت کې دی. تاسو خبر یاست یو کال نه راپدیخوا باید د انتقالی عدالت پروژه عملی شوی وای خو متاسفانه حتا دولت دا په جرئت نشی اعلانولی. بله موضوع دا چې په دې وطن کې وینې تویې شوی، موږ او تاسې شاهد یو دا وینې په مختلفو دورو کې تویې شوی دی خو دومره بې ناموسی چې په یوه خاصه دوره کې شوې ده د بشریت په تاریخ کې نده شوې د افغانستان تاریخ خو لاپریږدئ. زه د یوې ښځې په صفت له دې خور نه پوښتنه کوم هغه نجلې چې ځان د مکروریانو له پنځم منزل څخه راغورځوی ایا د هغی کورنۍ نن دا جنایت کاران بخښی؟ که ستا خور وای تا بخښل؟ زه متیقینه یم چې ندې بخښل که دا ستا لور وای تا بخښل؟ ندی بخښل. هغه ښځه چې په پوهنتون کې حامله وه او ګیډه یې خلاصه کړې وه او د دې ماشوم یې پر سینه ورته ایښې و ایا د هغې میړه، د هغې مور او پلار او ورور او نوره کورنۍ دا بخښی؟ د افغانستان په تاریخ کې همیشه فتوحات وو همیشه جنګونه وو حتا ملالۍ په میوند کې خپله وینه تویه کړه هغه بیله وینه تویدنه وه لیکن دا چې یو څوک په خپلو سترګو ګورۍ د هغه پر ښځه جنسی تیری کیږی ایا هغه یې بخښې؟ نه یې بخښی. اسلام یې نه بخښی، انسانیت یې نه بخښی، بشریت یې نه بخښی. که دا مصالحه واقعاً تطبیق شی نو نه یوازې دا چې دا د افغانستان خلک به د خپل منتخب جمهور رییس نه یو قدم وروسته ولاړ شی دا ومنئ چې په افغانستان کې به یو بل نوی شر او شور جوړ شی. 

 

جلادانو بس دی

ما می لپه نیولې

راتوییږی سره غمی په ناوه کې

یو ماشوم

ناست پر بلۍ

جامې یې سوځیدلی

شونډې یې چاودیدلې

سترګې یې سپوږمۍ سره

                      نښلولی

په لاس کې یې غوړیدلی

                       سکروټې.

ما مې لپه نیولې

د ویر سره ږلۍ راتوییږی

                  له اسمانه

یو ماشوم

ناست د مړی تر څنګ

سترګې یې اوښکنې

په کرکه ګوری اسمان ته

په لاس کې یې غوړیدلی

                       انګارونه.

ما مې سترګې پرانیستی

د شیطانانو لښکرې تیریږی

په جامو یې سرې رټې د وینو

یو ماشوم

ناست د یو ټپی تر څنګ

اننګی یې رپیږی له کرکې

چیغې وهی

جلادانو،

بس دی