نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د جنوبی کوریا د کارګرانو او بزګرانو ګډ غورځنګ

   جنوبی کوریا کې په لسګونو زره کارګرانو او بزګرانو تیره اونۍ د هغه هڅو په ضد لاریون وکړ چې غواړی د متحد ایالتونو سره د آزادې سوداګرۍ تړون (اف ټی ای) لاسلیک کړی.

    د دې تړون لیک په خلاف ټولټال اویا زره کسانو د جنوبی کوریا په ښارونو کې پراخ لاریونونه وکړل چې تر ټولو عمده شعار "د کوریا-متحد ایالتونو آزادې سوداګرۍ تړون ختم کړئ" د سترو ښارونو واټونه او کوڅې ولړزولې.

د دې تړون موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې د تعرفو او نورو خنډونو اوچتول دی. دا مهال د دواړو هیوادونو سوداګرۍ، 72 ملیارد ډالرو ته رسیږی. خو د جنوبی کوریا کارګری، زراعتی او ټولنیزې ډلې په کلکه د دې تړون غندنه کوی ځکه دوی باور لری دا تړون به د برلاسی هیواد – متحد ایالتونو- په ګټه تمام شی. په دې ډله کې بزګران په ځانګړی توګه د دې تړون مخالف دی ځکه چې د دې تړون په ترڅ کې او د آزادې سوداګرۍ د اصولو پربنسټ، بزګرانو او په ځانګړی ډول د شولې کرونکو ته به ډیری موجودې اسانتیاوې له منځه ولاړې شی.

   له اقتصادی پلوه کارګران او بزګران استدلال کوی چې د اف ټی ای تړون ناعادلانه او یواړخیز دی ځکه چې د متحدو ایالتونو د کمپنیو په وړاندې چې د خپل حکومت لخوا پراخې مرستې او سبسیدونه لاس ته راوړی، کوریایی کمپنۍ دسیالۍ وړتیا نلری او ماتې سره مخامخ کیږی چې پایله به یې د لسګونو زره کارګرانو تورو خاورو ته کښیناستل وی. ښکاره خبره ده چې دا غمیزه به صنعت پورې محدوده پاتې نشی او د بزګرانو دروازې به هم وروټکوی.

د دې لاریونونو سره سم دننه په جنوبی کوریا کې هم د کار په قانون کې د بدلون راوستنې په خلاف ټوله تیره اونۍ د لسګونو زره کارګرانو په لاریونونو کې تیره شوه. د جنوبی کوریا کارګره طبقه په دودیز ډول د منظمو او رهبری شوی لاریونونو په ترڅ کې د هر ټولنیز، سیاسی او اقتصادی بدلون په وړاندې خپل غبرګون ښکاره کوی.

    جنوبی کوریا کې د امریکا سره د آزادې سوداګرۍ خلاف د لاریونونو تر څنګ، شمالی کوریا هم د امریکا ضد کلک دریځ لری او دوه میاشتې وړاندې یې د همدې ترینګلې اړیکو د اندیښنو له کبله د خپلو اتومی ازمایښتونو د ترسره کیدو خبر ورکړ؛ خو د جنوبی کوریا حکومت له متحدو ایالتونو سره نژدې اړیکې لری. دا مهال د جنوبی کوریا د 670000 کسیز پوځ ترڅنګ دیرش زره امریکایی سرتیری ګواکې د سیمه ایز قدرت د انډول ساتنې په موخه په جنوبی کوریا کې میشت دی. په پنځوسمې لسیزې کې د دواړو کوریاوو تر منځ د جګړې نه راپدیخوا د بهرنی ځواکونو دې حضور د جنوبی کوریا د پراخ ولس قهرجن غبرګون راپارولی ځکه هغوی فکر کوی دا حضور د شمالی او جنوبی کوریا د یوموټی کیدو په وړاندې خنډ دی.

 

نظرات 1 + ارسال نظر
هوتک 1385/10/02 ساعت 02:11 ب.ظ

ګرانو دوستانو سلام،
له لیکنو څخه مو مننه. خو دوستانو یو شی زما پام ځان ته راوګرځاوه، هغه دا چې ستاسې په خپرونه کې د ګوتې په شمیر پښتو مطلبونه لیکل شوی. هیله کوم چې که چیرې د پښتو مطلبونه په کې زیات کړئ، دا به د پښتنو لپاره چې تل د مخکښ فکر څخه لیرې ساتل شوی دی، زیاته ګټه وکړی.
ستاسو د زیاتو بریالیتوبونو په هیله.

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد