نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

کله چې خلک راضی نه وی، جرګه په کوم کار پرمخ بوځی؟

    اوس چې لومړنۍ سیمه ایزې امن جرګې ته معکوسه شمیرنه پیل شوې او د سیمه ایز قدرت مرکزونو تر څنګ د افغانانو او د ډیورنډ کرښې هاخوا پښتانه د پام په محراق کې واقع شوې، دا جرګې د رسمې انګیړونو، کتنو او ملاحظو نه لیرې، یوې ولسی کالبد څیرونې ته هم اړتیا لری.

     د سیمه ایز امن ګډې جرګې هغه وخت د ژبو په سر ولویدې، چې حامد کرزی د خپل پاکستانی او امریکایی سیالانو سره په یوې خبرې غونډه کې راڅرګند شو او د جرګو د رابلل کیدو "زیری" یې ورکړ.

که څه هم جرګو له تاریخی پلوه رغونکې ونډه لوبولې ده، خو جرګې ځینې دورو    کې د واکمنانو لخوا انحطاط ته هم کښل شوې دی؛ اوس د ډیورنډ کرښې دواړه خوا ولسونه د ترهګرۍ ماران یې بې دریغه چیچی او د ځان مرګی بریدونو لمبې آن د کابل اسمان کې هم شنې لوخړې پورته کوی، دا ترهګری چې جړې یې له افراطیت او بنسټ پالۍ نه وینې څکی، باید له بیخه وچې شی. همدا لامل و چې د دې دندې پچه د سیمه ایزو جرګو په نوم راووته. خو د جرګو نه وړاندې:

   جرګو پورې کومې هیلې تړل شوی دی؟

    ترهګری ته دې د پای ټکی کښیږدی؛ د پښتنو منځ لارې او اعتدال خوښونکی جوهر ته دې د ځلیدو مهلت ورکړی؛ افراطیت دې له منځه یوسی تر څو د افغانستان مادې او معنوې بیارغونې ته لاره هواره شی او هیواد د یوې رښتونې دموکراسی په لور مخ په وړاندې ولاړ شی.

ستره پوښتنه: آیا جرګې به برلاسې شی دا ماموریت سرته ورسوی؟

ځواب:؟!

 

د جرګو په تړاو دریځونه

 

    د امن جرګو په اړه دوه حاکمې لیدلارې موجودې دی: ړنده پښتونولی حکم کوی چې همدا چې جرګه ده نو ښه ده ځکه چې پښتنی جوهر لری؛ خو بل خوا ته دا لید حاکم دی چې ترهګری د خلکو منځ کې ځای لری او حتا همدا جرګې به هم د ځناورو طالبانو پر شتون او واک کې پر سهیم کیدو صحه کیږدی. خو دریم نظر هم شته او هغه دا چې ترهګری او افراطیت د فقر او بې وسۍ تر څنګ د لویدیځې نړۍ د ناسمو سیاستونو او د دې وضعې نه د پاکستان د پوځی او استخباراتی دستګاه د ناوړې استفادې زیږنده ده. 

     که له یوې خوا تمه کیږی چې د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته د امن جرګې به سیمې او په ځانګړې ډول افغانستان ته امن ورپه برخه کړی، خو له بلې خوا دا اندیښنې هم وجود لری چې د پاکستان دولت نیم زړې ملګرتیا او د هغه هیواد قوی استخباراتی ماشین به په یقین سره د تیرو دیپلوماتیکو نوښتونو په شان دا جرګې هم یرغمل ونیسی.

    له بل پلوه، د افغانستان د غاړې څخه د جرګې مشری د هغه کسانو په لاس کې ده چې اصلاً د مخ په وړاندې او اعتدال خوښونکو عناصرو په نوم نه یادیږی، هر څو هم چې دوی به مثلاً د ملا عمر یا ګلبدین یا د افغانستان په اوسنی دولت کې د ګډو کسانو په اندازه افراطی نه وی. دې ټکی په پام کی نیولو سره هیڅ لیرې به نه وی چې پاکستانی حکومت هم ورته اقدام وکړی او منځ لاری پښتانه یو وار بیا څنډې ته او پرځای یې خپل لاس پوڅی افراطی څیرې رامخې ته کړی. 

    په ټولیزه توګه دا جرګې لنډ مهاله پرمختګونه رامنځ ته او پښتنو ته د مذهبی افراطیت پرځای پښتون ناسیونالیزم د بدیل په توګه وړاندې کولی شی؛  خو د تروریزم جړې، د پاکستان حکومت دوه مخې سیاست او د ترهګرۍ پرضد د متحد ایالتونو نیمګړی نیت او هغه بې وسی چې ولسونه د تروریزم منګولو کې ایساروی، هغه ټول عوامل دی چې د جرګو پرځای باید پرې غور او د حل لارې چارې یې وموندل شی.

     د جرګو په تړاو بله پوښتنه دا ده چې د قومی مشرانو له وسه به څه پوره وی پداسې حال کې چې هغوی پخپله په یو شکل د تروریستانو سره لاس لری، یا پخپله د تروریزم قربانی ګرځیدلی دی؛ په تیرو دریو کلونو کې لسګونه قومی مشران د ترهګرو لخوا د حکومت سره د ملاتړ په تور له پښو غورځیدلی.

دوه اونۍ وړاندې په پیښور کې د پښتنو سکیولاره ګوند عوامی نیشنل پارټۍ د مشر اسفندیار ولی په نوښت په سل ګونو قومی مشران سره راټول شوی وو تر څو د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پر امنیت وغږیږی. پدې غونډه کې که څه هم مولانا فضل الرحمان په څیر افراطی څیرې هم رابلل شوې وې خو د غونډې ګډون والو د فضل الرحمان د ټولو هغه خبرو سره په کلکه مخالفت وکړ چې د افراطیت او طالبانو د ملاتړ بوی یې درلود. دې غونډې د دې تریخ واقعیت غندنه هم وکړه چې ګوندې طالبان او پښتانه یو له بل سره مساوی دی. غونډې د حجرې او جومات په نقش هم خبرې او د حجرې او دیرې په نقش یې تاکید وکړ، د دې مانا دا چې افراطیت ورټی او دا چې د دې سیمې خلک د دې ګواښ نه لیرې باید د سوله ایز ژوند خاوندان وی، که څه هم چې د مشرف پوځی حکومت هیڅ فرصت له لاسه ندی ورکړی چې نړیوالې ټولنې ته طالبان د پښتنو استازی او پښتانه د طالبانو خواخوږی وروپیژنی.

      ډیری سیاسی کارپوهان پدې باور دی چې دا غونډه د پښتنو لخوا د خپلو دودیزو سکیولاریستی ارزښتونو د راژوندی کولو په لور یوه هڅه ده.

      دا چې سیمه ایزې امن جرګې به په کومو ټکو څرخیږی، د راتلونکی خبره ده، خو هغه څه چې د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانانو او د پاکستان د پښتنو په منځ کې مخکښه کړیو د اندیښنې سبب شوی هغه دا چې د جرګو تر نامه لاندې داسې نه چې د شمالی وزیرستان په څیر دې طالبانو سره جوړ جاړی وشی او هغوی دې د هیواد پر یوې خاصې سیمې واکمن کړی. که داسې وی نو دا به هغه څه وی چې دا جرګې به د مخکښه افغانانو او په پاکستان کې د مخکښه او منځ لاری پښتنو د کرکې وړ وګرځوی او نه یوازې دا چې ستونزې به حل نکړی بلکې په ستونزو به نورې ستونزې ورزیاتې کړی او د طالبانو او ترهګرو شتون ته به قانونی بڼه ورکړی، لکه څنګه چې د افغانستان پارلمانی ټاکنو جنګ سالارانو او جنایتکارانو شتون ته قانونی بڼه وروبښله او دا دې اوس یې د هیواد د قانون جوړونې پر څوکیو ډډه وهلې ده.

  د دې ټولو اندیښنو سره سره دا جرګه به یو ښه والی ولری چې دا جرګې به څه نا څه د منځ لارو، سکیولارو پښتنو انځور نړۍ ته وړاندې کړی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد