نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

پیشرو شماره دوازدهم جدی ۱۳۸۵

 

جنگ سالاران و مواد مخدر مایه ی شوربختی مردم در شمال کشور

زمانی که به رقم معتادان کشور نظر افکنده شود، متوجه می شویم که از هر 25 نفر افغان یک تن به مواد مخدر معتاد است، یعنی حدود یک ملیون معتاد در یک کشور 25 ملیونی که واقعاً نگران کننده و وحشتناک می باشد.

در دهه ی هشتاد همسایه جنوبی ما پاکستان، بخش عمده ی تریاک جهان را تولید می کرد که در اثر فشارهای بین المللی و آغاز جنگ مقاومت در برابر اشغال شوروی و به خصوص حاکمیت تنظیم ها و بعد از آن طالبان، در هماهنگی با دستگاه استخبارات پاکستان و مافیای جهانی کشت آن در افغانستان گسترش بی سابقه یافت که طی یک و نیم دهه کشور ما را در صدر کشورهای تولیدکننده ی مواد مخدر جهان قرار داد.

طور مثال تولید 3800 تن تریاک در سال 1382، 4200 تن در 1383 و تولید بیش از شش هزار تن تریاک در سالی که گذشت، گواه این ادعا است.

از زرع و قاچاق این ماده تباه کن که ملیاردها دالر نصیب قاچاقچیان مواد مخدر و کارخانه داران تولید هیرویین می گردد، تنها یک درصد این عاید به جیب دهقانان کشور می ریزد که به تناسب سود حاصله از کشت گندم ده برابر می باشد و این امر سبب شده که حدود 60 درصد از دهقانان به کشت آن مبادرت ورزند. در کشوری که آفات خشکسالی در پهلوی سایر مشکلات، زراعت ما را تهدید می کند تمایل به زرع خشخاش که به آب کمتر هم نیاز دارد، بیشتر گردیده است، چنانکه در سال های 1382-83 برخی از دهقانان ولایات شمال شرق، مزارع سرسبز گندم خود را چپه نموده در بدل خشخاش کاشتند.

فابریکه های تولید هیرویین که در آغاز دهه 90 در مناطق سرحدی افغانستان با پاکستان و ایران تریاک حاصله در پاکستان و افغانستان را تبدیل به هیرویین می کرد، عمدتاً متعلق به حزب اسلامی گلبدین بود که بعدها سایر تنظیم ها نیز دست به کار شده، فابریکه های آن را به نقاط دیگر کشور انتقال دادند، به خصوص ائتلاف شمال در ولایات کوهستانی چون تخار و بدخشان که هم سرحد با تاجکستان و معبر خوب قاچاق مواد مخدر است، فابریکه های متعددی را جا به جا و به تولید آغاز نمودند که پیرمقل یکی از قوماندانان جمعیت به تنهایی در ولسوالی رستاق تخار در سال 1382 مالک چهار کارخانه هیرویین بود.

قاچاق مواد مخدر نیز که توسط باندهای مافیایی سازمان دهی می شود، طی سال های دهه 90 در پهلوی شبکه های مقتدر و پیچیده قاچاق، دسته های کوچک و حتا افراد به شکل انفرادی دست به قاچاق مواد مخدر می زدند که بعدها و به تدریج توسط شبکه های نیرومند مافیایی به شکل مستقیم و غیرمستقیم طوری ضربه دیدند که دیگر هوس دالرهای قاچاق مواد مخدر را از سر بدر کردند. چنانکه جنرال صبور فرمانده هلیکوپترهای شورای نظار که خودسرانه و انفرادی با هیکوپترش هیرویین را از تخار به کولاب تاجیکستان انتقال می داد، در سال 1377 توسط نیروهای امنیتی تاجیکستان توقیف و پس از سپری نمودن سه سال زندان با ضمانت رها گردید.

در زمان حاکمیت طالبان، انتقال و قاچاق هیرویین جرم به حساب نمی آمد، بلکه بسته های هیرویین در طیاره های ملکی و نظامی آشکارا از یک ولایت به ولایت دیگر منتقل می شد و تنها پاکت هایی که مارک محصول طالبان را نداشت، قاچاق محسوب می شد که از مدرک محصول هیرویین ملیون ها دالر نصیب طالبان می شد.

در سال های اخیر قاچاق مواد مخدر کاملاً از چنگال باندهای کوچک خارج شد و تحت کنترول باندهای بزرگ مافیایی درآمد. این باندهای قوی که حامیان مقتدری در ارگان های رهبری دولت هم دارند، مواد مخدر را از نقاط مختلف افغانستان به سرحدات کشور انتقال می دهند. درین مسیر از قوماندانان محل به شکل مزد بگیر از مناطق زیر کنترول خود و با موترهای کروزین شان در انتقال مواد مخدر سهیم هستند. اگر گرفتاری هایی این جا و آنجا هم صورت می گیرد بیشتر نتیجه رقابت ها و افشاگری های این باندها علیه همدیگر است که در اکثر موارد، قاچاقبر فرار می کند و هیرویین خالص یا ناخالص تعویض شده از راه رادیو و تلویزیون اعلان می گردد.

در اوایل سال جاری یک تن از قاچاقبران مشهور تخار اسماعیل سفید در تخار دستگیر شد. باند دیگری از محل اختفای پول های وی آگاهی داشت و بیست نفر با استفاده از یونیفورم نظامی و با استفاده از فرصت و زندانی بودن اسماعیل در تخار، تابستان سال جاری به منزل وی در ولسوالی ینگی قلعه وارد شدند و چهار ملیون دالر امریکایی را یک جا با یک سیر تلای خالص از مخفیگاهی که توسط یک معمار پاکستانی ساخته شده بود، با خود بردند. اما این قضیه مسکوت گذاشته شد.

عاید سرشاری از بابت محصول حق العبور مواد مخدر به جیب تعدادی از قوماندانان مناطق هم سرحد با تاجکستان می ریزد که به آنان لقب سلطان هیرویین داده شده است.

بازار مواد مخدر رونق دارد و باندهای مافیایی قاچاق از امکانات مالی و پشتوانه عده ای از افراد مقتدر در ارگان های بالای دولت برخوردار هستند. جنگ سالاران و سایر باندهای جنایتکار در شمال کشور با استفاده از عواید ناشی از مواد مخدر به فعالیت های تبهکارانه شان ادامه داده و هم چون گذشته بر گرده مردم ما سوار هستند.

با چنین زد و بندهایی در رأس و قاعده هرم قدرت، آیا برچیدن بساط مواد مخدر ممکن است؟ این سؤال چالش جدی در برابر دولتی است که در گذشته کوچک ترین دستاوردی درین زمینه نداشته است.

 

د ډیورنډ کرښه، هیواد پالنه که هیواد پلورنه؟

 

د پاکستان دولت غواړی چې د ډیورنډ پر کرښې اغزن سیمونه وغزوی او یا هم د دې کرښې دواړو غاړو  ته ماینونه وکری. پاکستانی چارواکی  د دې کار موخه د ترهګرۍ  مخه نیول په ګوته کوی،  حال دا چې د دې  کار څخه د  پاکستان موخه د ډیورنډ کرښې ته رسمیت بخښلى دی. که  چیرې پاکستان  په رښتونی توګه غواړی د ترهه ګرۍ مخه ونیسی، ښایی  پر کرښې د ماینونو د کر پر ځاى په پنجاب او پیښور کې د ترهګرو  روزنیز مرکزونه وتړوی او د دې مرکزونو له  مالی او پوځی ملاتړ څخه لاس په سر شی.

    که چیرې پاکستان په سرزورۍ سره پر دې کرښې اغزن سیمونه وغزوی او یا ماینونه وکری،  دا به د انسانی ارزښتونود ځپلو په مانا وی او د ډیورڼد کرښې د دواړوو غاړو ولسونو قهر او غوسه به راوپاروی. ځکه چې په دې ۲۴۳۲ کیلومټریزې کرښې باندې هر ډول دیوال جوړونه به د دواړو غاړو ولسونه  سره جلا کړی.

  دا وخت د کونړ ولایت له ارندو او اسد آباد څخه نیولې د کندهار تر چمن پورې د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه او په  یوې برخه کې بلوڅان استوګنه لری.سالارزی، ماموند او صافی قومونه  په کونړ ولایت، دیر او  باجوړ ایجنسۍ کې میشته دی. مومند او صافی قومونه په کنړ او مومند ایجنسۍ کې، مومند او شینواری په ننګرهار ولایت او د مومندو او خیبر په ایجنسیو کې سره یوځاى ژوند کوی.  څمکنی، منګل، ځدران، مقبل او ځاځی په پکتیا ولایت او کرم ایجنسۍ کې  په ګډه سیمیزه چاپیریال کې ژوند لری.د خوست ولایت او شمالی وزیرستان ګربز، سیدګی او وزیر ورورګلویز تړون لری. د پکتیا ولایت او جنوبی وزیرستان وزیر، سیدګی، سلیمان خیل او دوتاڼی د ګډې ځمکنی چاپیریال خاوندان دی. همدارنګه د زابل، توبه کاکړی او  ژوب کاکړ په یو سیمه ییز چاپیریال کې سره ژوند کوی. د کندهار ولایت، کویټې، چمن، ګلستان او توبه اچکزی، نورزی، اڅکزی او بړیڅ قومونه یو بل سره خپلوی او ورورولی لری.. همدا شان د نیمروز بلوڅان د بلوچستان له بلوڅو سره نژدې قومی او ژبنی  اړیکې لری.

  په ټولیزه توګه د دواړو غاړو  په قبایلی سیمو کې (پرته له ښاری سیمو څخه)  اوه میلیونه وګړی ژوند کوی چې له یو بل سره خپلوی او ګډې کلتوری او ټولنیزې اړیکې لری. د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو خلکو  تر منځ د تګ راتګ له پاره  ۱۲۰ لارې  پرانیستل شوی دی،  نو که چیرې پر دې کرښې اغیزن سیمونه وغزول شی او یا هم ماینونه وکرل شی نه یواځې دا چې دمیلیونونو وګړی لومړنی انسانی حقوق به وځپل شی، بلکه دا ښکیلاکی کرښه به رسمی بڼه غوره کړی او په دې توګه به افغانستان د خپلې خاورې یوه برخه، چې هیواد د سمندر سره نښلوی به  د تل له پاره له لاسه ورکړی.

   دا وخت یو ځل بیا د ډیورند کرښې لانجې تودوالې موندلى دى.  د هیواد څخه بهر د پاکستان دولت تل  هڅه  کړې چې د بنسټپالانو په ملتیا دې کرښې ته رسمی بڼه ورکړی او له همدې امله یې په تیروو څو لسیزو کې زموږ د هیواد سره بیلابیلې کانې تر سره کړی دی. خو په هیواد کې دننه هم د دې کرښې په اړه بیلابیل غبرګونونه ښودل کیږی:

۱. د پرګنو دریځ: د دواړو غاړو پرګنی په دې اند دی چې د دوی تر منځ د ډیورڼد کرښه یوه ښکیلاکی کرښه ده چې د وخت فیوډالې واکمنۍ،  د امیر عبدالرحمن خان په مرسته لاسلیک کړى او دوى ته کوم قانونیت نه لری. څرنګه چې په دې وروستیو کې لیدل کیږی د دواړو غاړو ولسونو  په لاریونونو او اعتراضونو سره څرګنده کړى چې دا کرښه نه منی او د دې کرښې د لانجې او کشالې د حل له پاره یواځې د دواړو غاړو پرګنې کولاى شی تصمیم ونیسی نه واکمن پښتانه شونیستان او نه هم تنګنظره ناسیونالیستان. دا ولسونه  نه غواړی چې یو ځل بیا تاریخ تکرار شی او د امیر عبدالرحمن خان په څیر یو خاینانه او هیواد پلورونکې تړون لاسلیک شی.

۲. واکمن  شوونیستی دریځ: د پښتنو واکمنې طبقې چې د تاریخ په اوږدو کې یې پښتانه د خپلو طبقاتی گټو د خوندیتوب  له پاره کارولی دی او تل یې د هغوى په استثمار او بیوزلۍ سره خپله طبقاتی واکمنی ساتلې ده، هڅه کوی د ډیورنډ له کشالۍ څخه هم ناوړه ګټه پورته کړی او دا کشاله هم د خپلو طبقاتی گټو له پاره وکاروی ، نه د پښتنو ولسونو د انسانی حقوقو د لاس ته راوړنې په موخه. د دې واکمنې طبقى  تیوریسنان د  دې له پاره چې خپل طبقاتی دریځ له لاسه ورنکړی په لټه کې دی  د دواړو غاړو میشت پښتانه  د خپلې واکمنتیا او شخصی گټو له پاره وکاروی. دې ډلې کسانو ته نه یواځى دا چې د افغانستان ملی وحدت اډوله اهمیت نلری، بلکې هڅه کوی  پښتون ولس په ترږومو کې وساتی او د خپلو جګړو او طبقاتی گټو پیټې د پښتونو پر اوږو  بار کړی. دا ډله د واکمن شووینستی دریځ او له طبقاتی پلوه آن هڅه کوی  چې شاه زمان، شاه شجاع، امیرعبدالرحمن خان، نادر خان، ګلبدین او طالبان(چې د فیوډال طبقې استازی گڼل کیږی) او پر پښتون ولس او نورو ملیتونو یې بې شمارې ناتارې تیرې کړى دی، د پښتنو استازی گڼی او دا د پښتون ولس سره یو نابخښونکې خیانت شمیرل کیږی.

۳. تنګنظرانه ناسیونالیستی دریځ: ځینې ډلې د دې پر ځاى چې د پښتون ولس سره یوځاى د واکمن شوونیزم او اسثثمارکوونکو طبقو  پر وړاندې گډه مبارزه وکړی، هڅه کوی چې د فیوډالی حاکمانو جنایتونه د ټولو پښتنو پر غاړه واچوی او په دې ډول  د دې څخه د خپلو ملیتونو د ولسونو د دوکه کولو له پاره ناوړه گټه پورته کړی.

د ډیورڼد کرښې په اړه د دې ډلې دریځ د هیواد پالنې پر ځاى د هیواد پلورنې بڼه لری او د ملی وحدت او د هیواد ملی گټې په پام کې نیولو پرته  په غیر مستقیمه توګه د آی ایس آی په چوپړ کې لویږی او د امیر عبدالرحمن خان په ننګه ملا تړی.

د ډیورنډ کرښه نه واکمن شوونیستان کولاى شی حل کړی او نه هم تنګنظره ناسیونالیستان . دا د دواړو غاړو پرګنو دنده ده چې د دې ښکیلاکی کرښې په اړه تصمیم ونیسی او دا تصمیم به هغه مهال اغیزناک وی چې په افغانستان او پاکستان کې ولسی دولتونه،  چې په انسانی ارزښتونو باورولری،  رامنځ ته شی.

 

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد