نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

روښاندی د قوم پالنې او مخکښه ارزښتونو تر منځ

په بشری ټولنو کې د ملی مسالی پر وړاندې دریځ نیول، تل یوه ټاکونکې مساله پاتې شوې ده. خو د دې مسالې په هکله د ټولنې له نورو برخو څخه د روښاندو دریځ لا ډیر ټاکونکی دی. له کړکیچ نه وروسته هیوادونو کې، د مادی او معنوی بیارغونې او د بنسټونو پر پښو درولو تر څنګ ملی مساله یوه تر ټولو ننګونکې مساله ده، چې تر ټولو څرګنده بیلګه یې افغانستان دی.

د ملی مسالې په اړوند ګڼ دریځونه او کړنلارې غوره کیدلی شی. تر ټولو انسانی خو یې دا ده چې د ټولنې ټول وګړی انسانی هویت او پیژندګلوی خپل لومړنی هویت وګڼی او خپل څنګ انسان ته د ورورګلوۍ/خورګلوۍ لاس وړاندې کړی؛ خو دا دریځ په عین حال کې تر ټولو ارمانی دریځ هم دی.

څو زره کاله پخوا کله چې لومړنی انسانان د بې رحمه طبیعت سوړ ژمی او ټاکنده لمر مغارو کې میشت کړل، د انسانانو هرې ډلې ځان ته د واحدې ژبې او فرهنګ ترڅنګ واحد هویت او د خپلې بقا او پایښت لپاره یې د موږ/تاسې/هغوی مفاهیم رامنځ ته کړل. د انسانانو تر منځ د همدې ویش پر بنسټ داسې خونړۍ جګړې ونښتلې چې تر نسلونو او کهولونو یې دوام وموند او راتلونکی نسلونو ته په میراث پاتې شوې.

د بشری ټولنې له ودې سره جوخت د انسانانو په قبیلوی ذهنیت کې هم بدلون رابرسیره شو او ډیری انسانان پدې باور شول چې د انسانی ټولنې پر لور وخوځیږی. د دې خوځښت پایله دملتونو په کچه د تمدنو غوړیدل ول. د ټولنو د پرمختګ په نتیجه کې د ژبې او قومونو په شان د ابتدایی هویت ترڅنګ پر اقتصادی بنسټ ولاړ طبقاتی هویتونه هم رامخې ته شول. د بیلګې په ډول، دهقانی یا فیودالی هویت یا کارګری او بورژوایی هویت. دا هویتونه خپلې نورې ځانګړتیاوې هم لری چې تر ټولو ستره یې د دوی تر منځ نه پخلاکیدونکی طبقاتی تضادونه دی.

خو دا ټوله کیسه نده. د ګڼ شمیر انسانانو لپاره لاتر اوسه قومی مسالې ته په ړندو سترګو کتل یوه غوره لاره ده. خو هغه څه چې د ډیرې اندیښنې وړ دی دا حقیقت دی چې ځینې افراد په ځانګړی په اصطلاح روښاندی د خلکو تر منځ د ژبنی، توکمیز، سیمه ایز او مذهبی توپیرونو نه ناوړه ګټه پورته کوی او پر ځای یې پر طبقاتی توپیرونو او تضادونو سترګې پټوی او پدې توګه ځان د یوې ژبې، سیمې، توکم او مذهب د استازی او توره تر ملا ساتونکی  په څیره کې وړاندې او ځان پر ټولنې تحمیلوی.

د افغانستان د ولسمشری او ورپسې پارلمانی ټولټاکنې د داسې سیاسی-ټولنیز ناورین انځور ول. ګڼ شمیر بې مسلکه روښاندو په همدې توګه د افغانانو له احساساتو سره لوبې وکړې او ان دا چې د دې رسوایی کچه یې تر هغه ځایه ورسوله چې په پای کې یې جنایتکاره جنګ سالاران د بیل بیل قومونو د استازو تر نامه د هیواد د قانون جوړونې د هرم پر رأس ډډه ووهله اوګڼ امتیازات یې لاس ته راوړل؛ خو یو وار چې د واک پر ګدۍ یې ډډه ووهله نو ټول غمځپلی افغانان خو پریږده چې په لومړی سر کې یې هماغه خپل پښې ابله قومی پرګنې هیرې کړې. که څه هم چې ان په لومړی سر کې هم د داسې جنایتکارانو نه دا تمه نه کیده چې د ولس د هوساینې ژمنه دې وکړې او د یوې برابرې ټولنې د رامنځ ته کیدو لپاره دې سینه ووهی.

همدا ځای دی چې باید د رښتونی روښاندی او مرتجع او بنسټپاله "روښاندو" تر منځ هغه واټن په پام کې ونیول شی چې د وینو او اور خلیج یې سره بیلوی. د افغانستان په معاصر تاریخ او بیا د ثور د کرغیړنې کودتا نه راپدیخوا، تسلیم طلبه روښاندو د قومی ملاتړ تر نوم لاندې د ولس سترګو کې خاورې شیندلی او د مستبدو او وطن پلورونکو او خاین واکمنانو نه یې ملاتړ کړی، د هغوی لپاره یې قلم وهلې او د هغوی خیانتونه او جنایتونه یې توجیه کړی.

دا دریځ کوم خاص قوم او ملیت پورې نه محدودیږی. هر کله هم چې پرګنو د جنایتکارانو په وړاندې د عدالت غوښتنې غږ پورته کړی او د هغوی د محاکمه کیدو غوښتونکی شوی دی، همدا کرایه شوی روښاندی د جنایتکارانو مرستې ته رارسیدلی او د هغوی د برائت په لټه کې شوی دی.

له بل پلوه دا ټکې هیڅ د شک ځای نلری چې هر څوک حق لری د زړه له کومې خپلې ژبې، خپل قوم او خپل تاریخی هویت سره د انتقادی دریځ تر څنګ مینه ولری خو لدې سره جوخت باید هیڅکله هم خپل خلک په نورو ممتاز و نه ګڼی او د بیلګې په توګه د نورو ژبې ته هم په یوې جغرافیا کې د بشریت د یوې ډلې معنوی لاس ته راوړنې په سترګه وګوری. د امریکا وتلی تورپوستکی شاعر او داستان لیکونکی لنګستن هیوز همدا ټکی  پرته لدې چې د سپین پوستکو پر وړاندې د توکم پالنې نه کار واخلی، څه داسې ښایسته بیان کړی:

شپه ښایسته ده

زما د خلکو څیرې هم

ستوری ښایسته دی

زما د خلکو سترګې هم

لمر هم ښایسته دی

زما د خلکو روح او ځان هم.  

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد