نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

صمد بهرنګی، د انسانیت لوړه څوکه

"موږ باید خپل ځان د عقل په مشال روښانه کړو، تر څو هغه کسان چې د جهل په تورتم کې دی، موږ ووینی. موږ باید هر څه ته د رښتیا او صداقت له مخې ځواب ورکړو. باید په ټول حقیقت او ټولو درواغو پوه شو."

                                                                                                                                  ماکسیم ګورکی

صمد بهرنګی په 1318 لمریز کال کې د ایران په تبریز ښار کې وزیږید. د ماشوم توب دوره یې په بیوزلې کورنۍ کې تیره کړه او په 1336 کال کې د تعلیم او تربیې پوهنتون څخه فارغ شو او د اذربایجان په کلیو او بانډو کې یې د ښوونکی په توګه خپله دنده پیل کړه. بهرنګی یوازې 29 کاله عمر وکړ. هغه یې په ځوانۍ کې پر سیند لاهو کړ. هغه ولاړ او نه یوازې د ایران، بلکې د دریمې نړۍ بیوزلی خلک یې هم د هغه د انسان دوستانه لیکنو څخه بې برخې کړل. بهرنګی له مرګ څخه کرکه درلوده. هغه ویل: هیڅکله به د مرګ خوا ته ولاړ نشم، خو که یوه ورځ ناچار شوم او مرګ زما خوا ته راغی (له دې پرته بله لاره هم نه شته)، مهمه نه ده، مهمه دا ده، چې زما ژوند د نورو انسانانو پر ژوندانه څه اغیزه درلودلې ده.

بهرنګی د ښوونکی د دندې تر څنګ د کیسو او ادبی او روزنیزو مقالو په لیکلو پیل وکړ. هغه له زورواکی، ظلم، د پاچایانو د زبیښاک، پانګه والۍ او امپریالیزم څخه کرکه درلوده. هغه تل د خپل ولس په فکر کې و او د بیوزلو وګړو په لیدلو به یې زړه له قهر او غوسې څخه ډکیده. بهرنګی له هغو تاریخی اتلانو سره مینه درلوده، چې د عدالت لپاره یې مبارزه کوله. له دې کبله په خپلو ټولو لیکنو او کیسو کې یې هڅه کړې ده، همداسې اتلان وستایی، له ښو کارونو څخه دفاع وکړی او بد کارونه تر نیوکې لاندې ونیسی.

بهرنګی له ماشومانو سره زیاته مینه درلوده او د هغوی لپاره یې زیاتې کیسې لیکلی دی، چې ماهی سیاه کوچولو (تور وړوکی کب)، یک هلو هزار هلو (یو شلتالو، زر شلتالو)، الدوز و کلاغ ها (الدوز او قارغان)، الدوز و عروسک سخنګو (الدوز او خبرې کوونکې نانځکه)، کوراوغلو و کچل حمزه (کوراوغلو او ګنجی حمزه)، 24 ساعت در خواب و بیداری (24 ساعته په خوب او بیدارۍ کې)، پسرک لبو فروش (لبلبو پلورونکی هلک)، افسانه محبت (د مینې افسانه)، تلخون او نورې کیسې شاملې دی.

بهرنګی یو ښوونکی و، داسې ښوونکی چې له خپلې دندې سره یې مینه درلوده. هغه غوښتل د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ښوونکی پاتې شی، په خپله هم زده کړه وکړی او د خپل هیواد ماشومانو ته هم یو څه ورزده کړی. هغه په دې پوه شوی و، چې د دریمې نړۍ اوسیدونکی ولې تر دې کچه وروسته پاتی او ناپوهه دی. هغه د زبیښاک (استثمار) په واقعی معنا پوه شوی و، چې څرنګه پانګه وال د دریمې نړۍ د انسانانو وینې زبیښی، هغوی په تیاره کې ساتی، تر څو په ښه توګه د هغوی په پښو او لاسونو کې د مریتوب کړۍ واچوی.

بهرنګی د همدې پوهې په لاس ته راوړلو سره، خپله لاره له بازاری او سرکاری ادیبانو او لیکوالانو څخه چې تل په هرې خبرې باندې نظر ورکوی، جلا کړه. هغه په دې باور و، هغه کسان چې پورته ناست دی او له ګرم ځای څخه سا وباسی، هغوی د ټولنې په درد نه پوهیږی، ځکه هیڅکله یې درد لیدلی نه دی. بهرنګی به تل په خپلو خبرو او لیکنو کې د برتولت برشت دې خبرې ته پاملرنه کوله چې: "هغه څوک چې په حقیقت نه پوهیږی، بې شعوره دی، خو هغه څوک چې په حقیقت پوهیږی او هغه دروغ ګڼی، تبهکار دی." د دې لپاره چې بهرنګی ته د "تبهکار" په سترګه و نه کتل شی، د خپلو بیوزلو خلکو منځ ته ولاړ، په "حقیقت" پوه شو او هغه ته یې "حقیقت" ووایه. صمد د جهل او وروسته پاتی توب جګړې ته ولاړ، تبرګی یې راواخیست او په زړورتیا او لوړ همت سره د هغې د جرړې د له منځه وړلو لپاره یې ګام پورته کړ. په هغه وخت کې دې کار له زړورتیا څخه پورته، لوړ همت ته اړتیا درلوده. دولت په هیڅ توګه نه غوښتل د جهل او وروسته پاتی توب جرړې له منځه ولاړې شی، ځکه په دې توګه د دولت عمر هم پای ته رسیده. په هغو ټولنو کې چې پر زبیښاک (استثمار) ولاړې دی، واکمنه طبقه د خلکو د تفکر او بینش د له منځه وړلو لپاره له هر ډول وسیلې څخه کار اخلی، د خلکو په وروسته پاتې ساتلو کې خپله ټوله پانګه په کار اچوی، هغوی د منځنۍ پیړۍ په خرافاتی افکارو تیر باسی، د علمی اثارو د چاپ کولو مخه نیسی، تر څو د ټولنې انسانان خپله ونډه او خپل رول له یاده وباسی او د بې روحه او بې حرکته انسانانو په څیر یوازې ژوند وکړی او په اقتصادی، ټولنیز او سیاسی وروسته پاتی والی کې لاس او پښې ووهی. له همدې کبله د وروسته پاتې او لوټ شویو ټولنو  فرهنګ نیم ځان کیږی، نو په همدې خاطر هم ده، چې ښوونکی ته په ټیټه سترګه کتل کیږی، د هغه کار ته ارزښت نه ورکول کیږی. ښوونکی د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره دومره تر فشار لاندې نیول کیږی، تر څو خپل مسوولیت له یاده وباسی او د ژوندی پاتې کیدو لپاره نورو کارونو ته لاس واچوی. په داسې ټولنو کې د پرمختللی مفاهیمو سر په ګیوتین پرې کیږی. د ایران د یوه نامتو شاعر سعید سلطانپور په وینا: "د ستر لوټ لپاره، باید تر ټولو ستر فرهنګی تحمیل، شونی شی."

بهرنګی د همداسې ټولنې او وروسته پاتی  فکر د له منځه وړلو په لاره کې خپل ټول ژوند وقف کړ. هغه پوهیده چې د انسان د پیژندلو منشا، عینیت دی او ذهن د هغې تابع دی. هغه ډیر ژر پوه شو، چې په ټولنه کې لوږه، بې روزګاری، بیوزلی او نور ټولنیز مسایل د ټولنې د بنسټونو د عینی شناخت په وسیله شونی دی. هغه د انسانیت لوړه څوکه وه. یاد به یې د تل لپاره د نړۍ د بیوزلو په زړونو کې ژوندی وی.
نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد