نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

په عراق کې وینه او تیل یو ځای بهیږی

پداسې حال کې چې د عراق ښارونو کې د وینو لښتی بهیږی او د تاوتریخوالی توپان له عراقیانو نه آرامی سلب کړې، جورج بوش دې هیواد ته د 21500 اضافی امریکایی سرتیرو د استونې اعلام وکړ چې "د بغداد کوڅو ته آرامی راستنه کړی". لا تر ورایه 132000 امریکایی سرتیری هورې میشت دی خو بیا هم په اونۍ کې شاوخوا 1000 تنه عراقیان پخپلو وینو کې لمبیږی. په ځینې مواردو کې پخپله امریکایی سرتیری په سیده توګه د دې وژلو لپاره ګرم دی که څه هم چې د امریکا لخوا د عراق نیواک او اشغال د دې ناورین ټوله پړه پر غاړه لری.

جورج بوش د جنوری په لسمه نیټه امریکایی ولس ته د خپلې وینا په ترڅ کې په عراق کې د پاتې راتللو ټول مسوولیت پرغاړه واخیست خو دې سره جوخت یې د متحدو ایالتونو ولس ته خبرداری ورکړ چې په عراق کې د امریکا ماتې کولی شی په ټول منځنی ختیځ او له هغه نه هاخوا د امریکا ستراتژیکې ګټې له داسې ګواښ سره مخامخ کړی چې ترینه سر راپورته کول به په کلونو هم شونی نه وی.

عراق ته د لا نور امریکایی سرتیرو استول داسې وخت کې اعلان کیږی چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جیمز بیکر تر مشرې لاندې د عراق د مطالعی ډلې وړاندیز وکړ د عراق خپل سرتیری باید د لا چټکې روزنې نه وروسته تر شونې بریده امنیتی چارې پخپله پر مخ یوسی.

سره لدې چې په امریکا کې د جګړې ضد پیاوړی ولسی غورځنګ روان دی او عراقی جګړه د ډیری امریکاییانو لپاره د منلو وړ نده، بوش او د هغه د جمهوری غوښتونکی ګوند چې مشری یې د نئومحافظه کارانو په لاس کې ده چې د "بازانو" په نامه یادیږی، د ولس اعتراضونو په وړاندې سر هم نه ګروی او د خپلې تګلارې سره سم د عراق جګړه پر مخ وړی.

عراق همداسې د تاوتریخوالی په لمبو کې ستی او د تجزیې په درشل ولاړ دی.

په پام کې ده چې بغداد او الانبار ښارونو کې د یاغیانو د ځپلو په موخه پراخ پوځی عملیات ترسره شی او بوش او د هغه د بازانو ډله او امریکا پلوه عراقی کړۍ تمه کوی چې د عملیاتو په پای کې به دې ښارونو کې چې د تاوتریخوالی او بغاوت مرکز ګڼل کیږی، امنیت تامین شی.

 د بوش ادارې د 2003 کال په مارچ کې د جګړې د پیل کیدو نه تر نن پورې د دې جګړې د پیل لپاره هیڅ موجه دلیل ندی وړاندې کړی. په لومړی سر کې د امریکا تبلیغاتی دستګاه ټینګار کوه چې ګوندې صدام حسین ډله ایزې وژنې وسله تولید یا یې په لټه کې دی یا دا چې د صدام رژیم له القاعدې سره نژدې تړاو لری. خو د دې هیڅ یوې ادعا لپاره د منلو وړ شواهد لاس ته ندی راغلی.

عراق د نړۍ د تیلو دریمه ستره زیرمه لری چې دا زیرمې په عمده توګه په شیعه میشته سهیل او کرد میشته شمال کې واقع دی، چې پدې ډول په مرکز او لویدیځ کې پراته سنیان د عراق لدې باد راوړی ثروت نه بې برخی کیږی.

یوازینې دلیل چې د امریکا له لورې د داسې پراخه پوځی یرغل بنسټ کیدلی شی، د تیلو پراخه زیرمې دی. بوش او ډله یې چې د امریکا بورژوازی د درندو صنایعو د جناح استازی کوی او د کلونو لپاره یې په تیلو صنایع کې پانګه اچولې، نو ځکه یې پر عراق تیرې وکړ چې د هغه له لاری خپل انحصار د تیلو پر نړیوال بازار لاپسې ټینګ کړی.

دا اوس یو څرګند حقیقت دی چې امریکایی سرتیری په عراق کې پاتې راغلی نو ځکه بوش د نوی نظامی فشار لپاره 21500 اضافی سرتیری ته استوی او غواړی په عراق کې بغاوت سږکال کابو کړی او د خپل اوږد مهال حضور او پوځی هډو لپاره ځمکه هواره کړی.

یو ټکی چې له پامه غورځول کیږی او ډیری امریکایی رسنۍ هم پرې خوله پټه کړې او نه غواړی چې د امریکا ولس پرې پوه شی، هغه د امریکایی نیواک پرضد د عراقیانو یو رښتونی مقاومت او پاڅون دی. دا پاڅون نه زرقاوی او نه صدام حسین پورې تړلی دی. اوس چې نه زرقاوی او نه صدام پاتی دی، دا پاڅون د ورځې په تیریدو سره ځواک مومی.

تر اوسه له درې زره نه زیات امریکایی سرتیری په عراق کې وژل شوی، او په ملیاردونو ډالره مالی خساره امریکا ته رسیدلې؛ که څه هم د دې مسالې مالی اړخ د هغه عراقی تیلو له حسابه پوره کیږی چې امریکا یې په خپل واک کې لری.

روان کال له ستراتژیک پلوه یو ټاکونکی کال دی او ښکاره به شی چې عراق پر کوم لور روان دی او کارونه تر کومه بریده د امریکا د مراد پر وفق مخې ته ځی.

خو یو ټکې چې لا له اوس نه څرګند دی هغه دا دی چې د ټول ټظاهر او زرګری جګړې سره سره، د امریکا واکمن جمهوری غوښتونکی ګوند او په کانګرس کې د دموکراتانو اکثریت د عراق پر سر په ټولیزه توګه یو شان نظر لری. اکثره دموکراتانو چې په ډله کې یې د هغوی د ولسمشرۍ نوماند جان کری هم راځی، د عراق د جګړی پیل سره هوکړه کړې وه. خو دا چې د دوی دا په ظاهره اختلاف او په عمل کې اتفاق به تر کومه د عراقی پاڅون پر وړاندې مقاومت وکړی، راتلونکی به یې راښکاره کړی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد