د رپ (RAP) کلتور د لومړی ځل له پاره د لویدیځې ټولنې د تورپوټکو او زیارکښو بیوزلو ځوانانو او پیغلو په منځ کې راڅرګند شو چې اوس یې ریښې یې امریکا ته رسی. دې کلتور د نړۍ پر مبارزینو چې د طبقاتی ستم او زورواکی په وړاندى مبارزه کوی، ډیره اغیزه درلودلې ده. رپ د کوڅې او واټونو کلتور دى چې د ساده او ادنى وسایلو په ملتیا زیږول کیږی. د ښارونو پر دیوالونو د نوښت ډکه انځوری او په ځانګړی خطونو سره شعار لیکنه، د واټونو پر غاړو نڅا او ترانې ویل د رپ د کلتور برخه ګڼل کیږی. د رپ موسیقی د عادی وینا بڼه لری خو دا وینا له موسیقی سره یوځاى کیږی او پر لالهانده روح حیرانونکې اغیزه پریږدی.
د رپ موسیقی د نیویارک په برانس او همدا ډول د هارلم په ښار کې د تورپوټکو د بیوزله میشتو سیمو د موسیقۍ د نورو ډولونو څخه زیږیدلې ده. دا سیمې د تورپوټکو د میشته کیدو هغه ځانګړې سیمې دی چې تورپوټکو د اقتصادی ناورین له امله کلونه مخکى له سویلی ایالتونو څخه دې ښارونو ته کډه کړى وه او خپلې کروندې یې پریښودې او د نیویارک په څیر ښارونو کې په پرولترانو بدل شول.
د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې چې د امریکا امپریالیزم د استعمار لاندې هیوادونو په ځانګړی توګه د ویتنام د ویاړلی ولس د مبارزو سره مخ و، دننه په امریکا کې هم د پانګوالو سره د تورپوټکو طبقاتی تضادونو غښتلتیا موندلې وه او دې طبقاتی تضادونو انقلابی غورځنګونه واټونو ته راویستلی وو، د رپ د موسیقۍ ډلې هم د همدې انقلابی غورځنګونو په زړه کې راپورته شوې.
د رپ موسیقی چې په لومړیو کې د تورپوټکو د کوچنۍ ډلو له خوا د زیارکښانو په سیمو کې غږیدله، د ۱۹۷۹ زیږدیز کال وروسته د موسیقۍ بازار ته هم لاره وموندله. پانګوالې طبقې هڅه وکړه چې د خپلو تبلیغاتی رسنیو له لارې د رپ د موسیقۍ پرمختللى او طبقاتی اړخ کمزورى کړی او پر ځاى یې د پانګوالې طبقې د گټو د خوندیتوب رپ ته بازار پرانیزی.
خو له دې سره جوخت د رپ موسیقۍ انقلابی سندرغاړو هڅه وکړه چې ارتجاعی رپ تر نیوکو لاندې راولی او د انقلابی رپ موسیقی دود کړی. د بیلګې په توګه په همدې وخت کې انقلابی رپ ویونکی " برادرډی" د " څرنګه تور ملت پاڅوو؟" ترانه ولوستله.
که څه هم په وروستیو کلونو کې یو شمیر ارتجاعی موسیقی پوهانو له رپ څخه د خپلې موسیقى د ودې له پاره کار اخیستى دى، خو لا د رپ پاڅونکى روح د هغه رپ ویونکو په موسیقۍ کې ژوندى دى چې د طبقاتی سیستم په وړاندى په بیوزله میشتو سیمو کې مبارزه کوی.
"پیغام" د هغې رپ ترانې نوم دى، چې نړیوال شهرت یې موندلى دى. دا ترانه د نیستمنو او بیوزلو ولسونو د ستونزمن او له کړاونو څخه ډک ژوند انځور گڼل کیږی:
لاس مې وسلې ته وړم
ځکه چې غواړی ما ووژنی
ما زغم ته مه هڅوئ، نور د زغم توان نلرم
زه د وروستی ځل له پاره ترانه وایم
دا ځاى د یو ځنګل په څیر دى
او ځینې وختونه په حیرانتیا کې ډوبیږم
چې څرنګه کولاى شم ځان وژغورم
همدا ډول "برادرډی" د "ځواک" په ترانه کې وایی:
د نننې نړۍ ډیرې ستونزې، په ځانګړی توګه زموږ د ولسونو ستونزې
د ښکیلاکی تضادونو ښکارندوی کوی
اصلی مسئله د ځواک ده
زموږ موخه باید ځواک وی
توکم پالنه زموږ د اوسنۍ ناتوانۍ پایله ده
په دې حالاتو کې " طبیعی توپیرونه" په زبیښاک کې ونډه لوبوی
ډیر وخت د برابرۍ د لاس ته راوړلو له پاره د جګړې خبره راپورته کیږی
خو له ځانه وپوښته چې دا اصلاً څه ارزښت لری چې وغواړې له دوى سره برابر شو؟
هڅه وکړه چې د بهرنیو واکمنی پاى ته ورسوو
موږ باید خپل دولت جوړ کړو.