نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

بنسټپالی که دموکراسی؟

      دا وخت افغانستان د سترو نا امنیو او سیاسی کړکیچونو سره مخامخ دى. حکومت د دې ناامنیو او کړکیچونو پړه پر ګاونډی هیواد پاکستان اچوی او تل ټینګار کوی چې پاکستان د هیواد په چارو کې لاسوهنه کوی. خو پاکستانی چارواکی په ډاګه وایی چې افغانستان دې خپلو ستونزو ته ورسیږی او ددې ستونزو جرړې دننه په افغانستان کې ومومی او پر اسلام آباد بې ځایه تورونه و نه وهی.

د افغانستان دولت د دې پر ځاى چې د ناامنیو  او کړکیچونو ریښې دننه د حکومت په چوکاټ کې  او د حکومت څخه بهر وګوری، هڅه کوی د خلکو د تیرباسلو او دوکه کولو په موخه هرڅه پر پاکستان واچوی او خپلې اوږې سپکې کړی.

په دې کې هیڅ شک نشته چې د هیواد ګاونډیانو او په ځانګړی توګه پاکستان تل هلې ځلې کړی دی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړی او د اور په لمبو کې یې وسوځوی او خپل غچ د افغان ولس څخه واخلی، ولې هغه څه چې څرګند دى هغه د پاکستان لخوا د افغانستان د ویجاړولو لپاره د افغان بنسټپالانو ګمارل دى.

که د افغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه او ځغلنده کتنه وشی، دې پایلې ته رسیږو چې بهرنیو ځواکونو د خپلو گټو د خوندیتوب او د افغانستان د ځپلو په موخه تل د بنسټپالانو څخه کار اخیستى او دا هیواد یې د بنسټپالانو په مټ بلهاری کړى دى. د شاه امان الله خان د انقلابی او پرمختللی غورځنګ پر وړاندى "خادم دین رسول الله " راوپارل شو او د هغه په ملتیا یې پرمختللى او دموکراتیک ارزښتونه له منځه یوړل او د سکیولاریزم په لور روان حکومت یې د څو هیواد پلورونکو بنسټپالانو په منګلو کې ښکیل کړ. همدا ډول د داودخان د واکمنۍ پر مهال پاکستان یو ځل بیا بنسټپالان د خپلو ناوړو موخو له پاره وکارول او په وسلو یې سمبال او د هیواد ویجاړونې له پاره یې د ارزان بیه مرییانو په توګه استخدام کړل. وروسته بیا د پاکستان څارګرې ادارې آى اس آى همدا  بنسټپالان په خپلې غیږه کې ونیول او ورته یې تنظیمونه او پنډغالی جوړ کړل او وطنی  بنستټپالانو د حمیدګل،جنرال عبدالرحمن، بریګدیګر یوسف فرمان چې کابل باید وسوځیږی په "شوراى اهل حل و عقد" کې په بې شرمۍ سره اعلان کړ.بیا نصیرالله  بابر، مولانا  فضل الرحمن، مولانا سمیع الحق او نورو بنسټپالانو  د امریکا، انګلستان او سعودی عربستان په ملګرتیا سره بنسټپال طالبان وږیږول او په افغانستان کې یې بنسټپالی د ترهګرى سره وتړله او هیواد یې د بنسټپالو یرغمل کړ. د افغانستان تیرې درى لسیزی د دموکراتیک، پرمختللی او د روڼ اندو غورځنګونو پر ځاى د بنسټپالانو په منګلو کې ښکیل شوى او نړیوالى ټولنې په خپل وار سره د دموکراتیکو ټولنو او ارزښتونو د پیاوړتیا او ځواکمنتیا پر ځاى، بنسټپالان نازولی او د خپلو ناوړو او ښکیلاکی موخو لپاره یې په ښه توګه کارولی دی.

امپریالیستی هیوادونه، چې دا مهال د دموکراسۍ او مدنی ټولنې پیښې کوی او په ملیاردونو ډالره  د "دموکراسى" د پراختیا په موخه لګوی، نه دا چې په رښتونی توګه د دموکراسۍ  څخه ننګه او ملاتړ کوی، برخلاف د تیرو وختونو په څیر د بنسټپالۍ په دودولو اخته دی او د بنسټپالی څخه په کلکه ملاتړ کوی. امپریالیستی هیوادونه د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د دموکراتیکو ارزښتونو مخه نیسی او بنسټپالی پیاوړی کوی، چې بیلګه یې کولاى شوو په اوسنی افغانستان کې وګورو. دا مهال، وروسته له دریو لسیزو جنایتونو او کړاونو څخه چې بنسټپالانو تر سره کړی، بنسټپالی د لویدیځوالو امپریالیستانو په ملاتړ واک چلوی او د سیاسی ځواک واکمنان دی.

په تیرو پنځو کلونو کې د دې پر ځاى چې دموکراسی وده وکړی او بنسټپالی وځپل شی، بنسټپالی وده کړى او دموکراسی ځپل شوى ده. دا مهال د ځواک وروستۍ  کړۍ د ګلبدینی بنسټپالانو لخوا بشپړه کیږی او دموکراتیکی ټولنې ورځ تر بلې د سیاسی ډګر څخه ویستل کیږی.

د همدې بنسټپالانو د واکمن کیدو او په سیاسی ډگر کې د شتون له امله پاکستان په آسانۍ سره کولاى شی دوى د هیواد د ویجاړلو او د دموکراسی نیالګی د وچولو له پاره وګماری او افغانستان د نشت پر پوله ودروی. افغانستان هغه مهال کولاى شی سوکالۍ  ته ورسیږی چې د موکراتیک او ملی ارزښتونه وده وکړی او بنسټپالان د سیاسی ډگر څخه وشړل شی. د دموکراسۍ په غوړیدلو او د بنسټپالانو په ځپلو سره به  پاکستان او نور ګاوڼدی هیوادونه ونشی کړاى په آسانۍ سره د افغانانو غاړې ته  د مریتوب کړۍ واچوی.   

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد