نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د امبراتورۍ ضد ولسی لاریونونه

   د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جورج بوش تیره میاشت د سویلی امریکا پنځو هیوادونو   برازیل ګواتیمالا، مکسیکو، کلمبیا او اوروګویی ته سفر وکړ. هر کله چې د بوش الوتکه د سویلی امریکا پر خاوره راښکته کیږی، ورسره سم د دې ټاټوبی ځپل شوی ولس او پرګنې  د اعتراض په توګه واټونو ته راوځی او د امریکا امپریالیستی سیاستونه غندی.

     تیره میاشت هم، کله چې د بوش الوتکه د برازیل پر خاورې راښکته شوه، د دې هیواد خلک واټونو ته راووتل او د امریکې بیرغونو او د بوش  هتلر ډوله تمثالونو ته یې اور واچوه. همدا ډول کله چې بوش اوروګویی ته ورسید، د اوروګویی ولسونه هم د اعتراض په ډول سړکونو ته راووتل او د امریکا د ازادی سوداګرۍ پر ضد یې د اعتراض په توګه د مک ډونالډ دوه  رسټورانټونه وسوځول.

     په کلمبیا کې هم زرګونه لاریون کونکو،  بوش د لاتینی امریکا د پانګې او شتمنۍ لوټمار وګڼه او له کلمبیا څخه د هغې د ویستلو غوښتونکی شول.

    په مکسیکو کې هم اعتراض کوونکی، د امریکا د سفارت شا او خوا راغونډ شوی ول او د بوش پر ضد یې شعارونه ورکول او نارې یې وهلې "بهرنیه  زموږ له هیواد څخه ستون شه." بوش د خپلې ولسمشرۍ په موده کې پنځه ځل مکسیکو ته تللې دی، خو تر اوسه یې د دې هیواد پلازمینې مکسیکو سټی ته د کیڼ اړخو له ویرې، چې پراخ ولسی ملاتړ لری، سفر نه دی کړی .

    د لاتینی امریکا پنځو هیوادونو ته د بوش د سفر سره سم، د ونزویلا ولسمشر هوګو چاویز او د ارژانتین ولسمشر نستور کرچنر د بوش د سفر پر ضد د اعتراض یو تړون لاسلیک کړ . د دې تړون له مخې لسګونه زره کسان د بوینس آیرس په سپورټی لوبغالی کې د  چه ګوارا او فیډل کاسترو عکسونو سره راغونډ شوی ول. هوګو چاویز اعتراض کوونکو ته وویل چې " وړوکی ښاغلی" یو سیاسی جسد دی چې دا وخت  زموږ پر ښکلی خاوری قدم وهی.

هغه دې اعتراض کوونکو ته وویل که څوک غواړی په سیده توګه دوزخ ته ولاړ شی باید د پانګوالۍ لاره غوره کړی او که څوک غواړی جنت پر همدی ځمکه جوړ کړی باید د سوسیالیزم لاره ونیسی.

     هوګو چاویز  چې   امریکا یو امپریالست هیواد ګڼی، د جورج بوش د سفر په ترڅ کې وویل چې دا امپریالیستی هیواد د لاتینې امریکا د شتمنۍ او پانګې د لوټلو تکل لری،  خو د لاتینې امریکا ولس به اجاره ورنکړی چې متحده ایالتونه دې موخې ته ورسیږی. همدا ډول هغه وویل چې هیواد یی په پام کې لری د امریکا د متحدو ایالتونو د نفتو پر بازارونو ډډه وهنه کمه کړی او  پر ځای یې  چین او د لاتینې امریکا هیوادونو ته نفت صادر کړی. چاویز په دې وروستیو کې په ونزویلا کې پر ملی شتمنۍ د دولت واکمنی پیاوړې او د دې هیواد پر نفتو یې د شپږو

څو توکمیزو شرکتونو واکمنی پای ته ورسوله.

   سویلی امریکا ته د بوش سفر دوه موخې درلودلې. لومړی دا چې بوش هڅه وکړه د دې سفر سره د کورنی  سیالانو نیوکو ته مثبت ځواب ووایی، ځکه چې بوش د خپل سیاسی سیالانو لخوا تر نیوکو لاندی دی چې د منځنی ختیځ د شخړو تر سیوری لاندی یې له لاتینی امریکا پام اړولی دی. او دا لامل شوی چې چاویز دا هیوادونه د خپل سیاسی او اقتصادی اغېز لاندی راوؤی. دویمه موخه دا وه  چې بوش په دی سفر کې هڅه وکړه د سویلی امریکا د خلکو ننګه او ملاتړ په دی نامه چې د پرمختیا له پاره به یې مرسته وکړی، راجلب کړی. خو په لاتینې امریکا کې د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا لسګونه کودتاګانې، د لاس پوڅو دولتونو رامنځ ته کول، اعدامونه، د دیکتاتورانو ځواکمنول ، آزاده سوداګرۍ او اقتصادی نیولیبرالیسم لامل شوی،  چې د نوام چامسکی په وینا د دې هیوادونو ولسونه د کیڼ اړخو ګوندونو څخه ننګه او ملاتړ وکړی.

      د امریکا متحده ایالتونه هڅه کوی چې د لاتینې امریکا هیوادونه د بد او ښه  کیڼ اړخو په ډلو وویشی،  خو کومه تګلاره چې دا وخت  دې هیوادونو غوره کړی ده په ټولیزه توګه د متحده ایالتونو د ګټو پر ضد ده. په دې هیوادونو کې هڅه روانه ده چې د لاتینې امریکا ټول هیوادونه د اقتصادی پلوه سره یو ځای کړی او دا هیوادونه د امریکا د متحدو ایالتونو او د پیسو د نړیوال صندوق له اغیزې وژغوری. د دې اقتصادی طرحې څخه موخه په لاتینې امریکا کې د اوسنی شته طبقاتی واټنونو کموالی دی. د جورج بوش د سفر پر مهال آرژانتین او ونزویلا ځینې سوداګریزه تړونونه  لاسلیک کړل چې د دې تړونونه څخه یو یې هم د سویل بانک ترنامه لاندې د متحده ایالتونو  د مالی ټولنو په وړاندې د یوې مالی ټولنې رامنځ ته کول دی. همدا ډول  پانامې د بوش د سفر په درشل کې څرګنده کړه چې د امریکا سره به آزادی سوداګرۍ ته پای ورکړی.په ورته وخت کې د نیکاراګوئی ولسمشر په لټه کې دی چې د ونزویلا سره  یو ګډ اقتصادی کمیسیون جوړ کړی چې له مخې به یې ۱۵ اقتصادی پروژې  د انرژۍ، روغتیا او ښوونې په برخو کې د ونزویلا لخوا په نیکاراګو‌ئی کې پلی شی. همدا ډول  اکوادور او بولیویا د ونزویلا سره یو ځای ځینې ټولنیزه پروګرامونه تر لاس لاندې نیولی او خپله لاره " د  یویشتمې پیړۍ لپاره نوی سیوسیالیزم" نوموی.

   په افغانستان او عراق کې د امریکا متحده ایالتونو نیغه په نیغه نیواک او د ایران اټمی پروګرام په اړه د دې هیواد بوختیا، لاتینې امریکا ته دا وخت ورکړی دی چې ټولنیز بدلونونه تر لاس لاندې ونیسی او د امریکا پانګې له ګواښ سره مخامخ کړی. دا هڅې لامل شوی دی چې د امریکا امپریالیستی ګټې ټکنۍ شی او متحده ایالتونه ځینې توطئو ته وهڅوی. په بد او ښه کیڼ اړخو د لاتینې امریکا ویش او  په بولیویا او اکوادور کې د ځایی ځواکونو تر منځ ترنګلتیا د دې توطئو پیلامه ګڼل کیږی.

    دا دویم ځل دی چې جورج بوش د لاتینې امریکا څخه تش لاس راستونیږی. لومړی ځل کله چې بوش غوښتل د نفتا ( د شمالی امریکا  د آزادی سوداګرۍ تړون) طرحه په لاتینې امریکا کې پلی کړی د ماتې سره مخ شو او هوګو چاویز په ښکاره توګه وویل چې د آزادی سوداګرۍ طرحه یې په لاتینې امریکا کې تر خاورې لاندې ښخه کړه.دا ځل بیا د بوش د "پرمختیا او اقتصادی هوساینې" چیغې د لاتینې امریکا د ولسونو په کوکارو کې ورکې شوی او یو ځل بیا هوګو چاویز څرګنده کړه چې بوش ته باید د دوکه مارۍ مډال ورکړل شی. لخوا لسګونه کودتاګانې، د لاس پوڅو دولتونو رامنځ ته کول، اعدامونه، د دیکتاتورانو ځواکمنول ، آزاده سوداګرۍ او اقتصادی نیولیبرالیسم لامل شوی،  چې د نوام چامسکی په وینا د دې هیوادونو ولسونه د کیڼ اړخو ګوندونو څخه ننګه او ملاتړ وکړی.  د امریکا متحده ایالتونه هڅه کوی چې د لاتینې امریکا هیوادونه د

بد او ښه  کیڼ اړخو په ډلو وویشی،  خو کومه تګلاره چې دا وخت  دې هیوادونو غوره کړی ده په ټولیزه توګه د متحده ایالتونو د ګټو پر ضد ده. په دې هیوادونو کې هڅه روانه ده چې د لاتینې امریکا ټول هیوادونه د اقتصادی پلوه سره یو ځای کړی او دا هیوادونه د امریکا د متحدو ایالتونو او د پیسو د نړیوال صندوق له اغیزه وژغوری. د دې اقتصادی طرحې څخه موخه په لاتینې امریکا کې د اوسنی شته طبقاتی واټنونو کموالی دی. د جورج بوش د سفر پر مهال ارژانتین او ونزویلا ځینې سوداګریزه تړونونه  لاسلیک کړل چې د دې تړونونه څخه یو یې هم د سویل بانک ترنامه لاندې د متحده ایالتونو  د مالی ټولنو په وړاندې د یوې مالی ټولنې رامنځ ته کول دی. همدا ډول  پانامې د بوش د سفر په درشل کې څرګنده کړه چې د امریکا سره به آزادې سوداګرۍ ته پای ورکړی.دې سره جوخت د نیکاراګوا ولسمشر په لټه کې دی چې د ونزویلا سره  یو ګډ اقتصادی کمیسیون جوړ کړی چې له مخې به یې ۱۵ اقتصادی پروژې  د انرژۍ، روغتیا او ښوونې په برخو کې د ونزویلا لخوا په نیکاراګو‌ا کې پلی شی. همدا ډول  اکوادور او بولیویا د ونزویلا سره یو ځای ځینې ټولنیز  پروګرامونه تر لاس لاندې نیولی او خپله لاره " د  یویشتمې پیړۍ لپاره نوی سیوسیالیزم" نوموی.

   په افغانستان او عراق کې د امریکا متحده ایالتونو نیغه په نیغه نیواک او د ایران اټمی پروګرام په اړه د دې هیواد بوختیا، لاتینې امریکا ته دا وخت ورکړی دی چې ټولنیز بدلونونه تر لاس لاندې ونیسی او د امریکا پانګې له ګواښ سره مخامخ کړی. دا هڅې لامل شوی دی چې د امریکا امپریالیستی ګټې ټکنۍ شی او متحده ایالتونه ځینې توطئو ته وهڅوی. په بد او ښه کیڼ اړخو د لاتینې امریکا ویش او  په بولیویا او اکوادور کې د ځایی ځواکونو تر منځ ترنګلتیا د دې توطئو پیلامه ګڼل کیږی.

    دا دویم ځل دی چې جورج بوش د لاتینې امریکا څخه تش لاس راستنیږی. لومړی ځل کله چې بوش غوښتل  د شمالی امریکا  د آزادی سوداګرۍ تړون (نفتا) طرحه په لاتینې امریکا کې پلی کړی له ماتې سره مخ شو او هوګو چاویز په ښکاره توګه وویل چې د آزادی سوداګرۍ طرحه یې په لاتینې امریکا کې تر خاورې لاندې ښخه کړه. دا ځل بیا د بوش د "پرمختیا او اقتصادی هوساینې" چیغې د لاتینې امریکا د ولسونو په کوکارو کې ورکې شوې او یو ځل بیا هوګو چاویز څرګنده کړه چې بوش ته باید د دوکه مارۍ مډال ورکړ شی.  

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد