نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

تابول ماتول!

 

 

د بن له کنفرانس او د نوی دولت له جوړیدو وروسته د لومړی ځل لپاره د «پیشرو» اوونیزې لخوا د ښځو نړیواله ورځ او تاریخ یې په حقیقی توګه لوستونکو ته وپیژندل شو. له دې وړاندې  رسم دا و، چې د دې لپاره چې ټول له کاروان څخه پاتې نشی، باید حق او ناحق د ښځو نړیواله ورځ ولمانځی، پرته له دې چې د هغې په حقیقی معنا پوه شی. له دې کبله کله چې "پیشرو" پر دې کار نیوکه ونیوله، دا کار د ټابو د ماتولو په توګه وګڼل شو او زیاتو دوستانو ته یې پوښتنې راپیدا کړې.

زموږ ځینو دوستانو پوښتلی، چې تاسې ولې د ښځو نړیوالې ورځې ته په دې سترګه ګورئ او ولې هغه کسان د نیوکو لاندې نیسئ، چې په هوټلونو کې له دې ورځې څخه لمانځنه کوی؟ ځینو دوستانو ته ان دا پوښتنه هم پیدا شوې وه، چې ایا ستاسې نیوکه  خو پر ځانګړو کړیو او یا ډلو نه ده؟

لکه څرنګه چې د "پیشرو" په تیرو ګڼو کې راغلی دی، لازم نه ګڼل کیږی، چې یو وار بیا د ښځو د نړیوالې ورځې د اهمیت په هکله خبرې وکړو، خو هغو دوستانو ته چې د ښځو د نړیوالې ورځې په هکله یې زموږ پر لیکنو نیوکې نیولی دی، باید ووایو، ټول هغه کسان چې د ښځو د ازادۍ او د هغوی د نړیوالې ورځې تر نامه لاندې "بیزنس" او یا ورسره "پروژه یی" چلند کوی، زموږ له نظره محکوم دی او موږ دا د ښځو نړیوالې ورځې ته سپکاوی بولو. ټولو هغو کسانو چې یوازې د پیسو پیدا کولو او د بهرنیانو د پام راګرځولو لپاره په لوکسو هوټلونو او نورو ځایونو کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله، په خپل ذات کې یې دې ورځې ته په ټیټه سترګه کتلی دی. دا مهمه نه ده، چې دا کار د چا لخوا تر سره شوی دی. موږ په تیرو ګڼو کې هیچا ته ګوته نیولې نه ده، ټول هغه کسان مو محکوم کړی دی، چې غواړی د ښځو نړیواله ورځ له خپل اصلی ماهیت څخه لیرې کړی.

دا یوه څرګنده خبره ده، چې د طالبانو له پرځیدو وروسته د ښځو د خلاصون تر نامه لاندې ملیونونه ډالره ولګول شول، خو زموږ د هیواد ښځې لا تر اوسه په هماغه دوزخی حالت کې ژوند تیروی. دا ځکه، چې له بده مرغه هیچا د ښځو د رښتینې ازادۍ او خلاصون لپاره نه کار کړی دی او نه داسې اراده لری. له دې کبله هره هغه ډله او ټپله او یا کسان، چې د پروپوزلونو د پوره کولو لپاره د ښځو نړیواله ورځ لمانځی، وړاندې له هر څه ښځو او بیا دې ورځې ته سپکاوی کوی، که نه نو، ولې دا کسان د کارګرانو نړیواله ورځ نه لمانځی او له هغې څخه درناوی نه کوی؟ ځکه، د کارګرانو ورځ نه یوازې دا چې له ځانه سره پیسې نه لری، بلکې ښایی دا کار پر هغوی د پیسو لاره هم بنده کړی. 

په هماغه دوزخی حالت کې ژوند تیروی. دا ځکه، چې له بده مرغه هیچا د ښځو د رښتینې ازادۍ او خلاصون لپاره نه کار کړی دی او نه داسې اراده لری. له دې کبله هره هغه ډله او  ټپله او یا کسان، چې د پروپوزلونو د پوره کولو لپاره د ښځو نړیواله ورځ لمانځی، وړاندې له هر څه ښځو او بیا دې ورځې ته سپکاوی کوی، که نه نو، ولې دا کسان د کارګرانو نړیواله ورځ نه لمانځی او له هغې څخه درناوی نه کوی؟ ځکه، د کارګرانو ورځ نه یوازې دا چې له ځانه سره پیسې نه لری، بلکې ښایی دا کار پر هغوی د پیسو لاره هم بنده کړی.             

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد