نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د غوایی اومه او اتمه، د جنایتونو تلاقی

 

افغان ولس د تاریخ په بهیر کې د پراخو ناکردو تجربه له سره تیره کړی او ربړې یې ګاللې دی. د پردی نیواکګرانو ترڅنګ یې د کورنۍ جګړو درانده پیټی هم پر اوږو وړی او د تنظیمی جګړو په اور کې ستی شوی دی. په دې منځ کې تر ټولو کرغیړنې پیښې په دوه پرله پسې ورځو کې ترسره شوی: د غوایی اومه او اتمه یا د جنایتونو تلاقی. د دې دوه تورو ورځو سیورې لاتر اوسه هم د افغانانو له سره نه لیرې کیږی.د جنایتونو لړۍ د غوایی له اومې پیل او په اتمې خپلې څوکی ته ورسیده.

پرته له شکه افغانانو د خپلې ملی روحیې سره سم د روسی یرغل په وړاندې سرښندنه وکړه او د یرغلګرو ملا یې ورماته کړه، خو اوس د ګوتو په شمیر کسان غواړی په یو نوم یا بل ځان پر ولس وتپی. خو د دولتې مراسمو په ترڅ کې د غوایی د اتمې نمانځه څه په لستوڼی کې لری؟

هغه جنایتکاران چې د کابل ۶۵۰۰۰ استوګن یې له ژونده بې برخې او ښار یې له خاورو سره خاورې کړ، په کلکه د غوایی اتمې تر شا ولاړ دی او لا تراوسه هم هڅه کوې چې د ګوډاګی کودتاچیانو سره په تبانی کې د واک اعمال وکړی او امتیازات لاس ته راوړی.

د غوایی د اتمې په پایله کې داسې کسان واک ته ورسیدل چې د جنرال حمیدګل په څیر افغانستان دښمنه عناصرو ته یې د خپل مشاور کیدو وړاندیز وکړ او پدې لټه کې ول چې د کابل واټونه جنرال ضیاالحق او اختر عبدالرحمان پسې ونوموی. د دې دواړو یوازینې آرمان د کابل سوزیدل او لو لپه کیدل و. دا کسان چې نن د پاکستان په دښمنۍ کې ستونی څیروی یوازې هغه وخت د پاکستان دښمنان شول چې د بادار لخوا په لته ووهل او پر ځای یې طالبان غوره وګڼل شول.

هرڅو چې د دې ډلې سپین سترګی استازی اوس هم د خپل مشروع حکومت څخه غږیږی او په ویاړ سره وایی حکومت مشروعیت یې په پیښور کې د ګورنر هاوس نه اخیستی و.

اوس د غوایی د اومې او اتمې جنایتکاران چې په بهرنی استخباراتی سازمانونو پورې تړلی دی په یوې ټلوالې کې راغونډ شوی؛ آن ولسمشر هم چې ډیر ځل یې د بشر حقونو له نقض کونکو څخه ملاتړ کړی، دا وار مجبور شو خپله چوپتیا ماته کړی او د دې ټلوالې د بهرنیو اړیکو په اړوند خپله اندیښنه جوته کړی. دا ټلواله د هیوادوالو ‌ذهن کې د تیرو جنایتونو تداعی کونکی ده.

په کار خو دا ده چې د نمانځغونډو پرځای دې د داسې کرغیړنو ورځو غندنه وشی او هغه کسانو سره غمشریکی وشی چې خپل خواږه عزیزان یې د بې مانا او د پردو په لمسون جګړو کې له لاسه ورکړی او یا هغه کسان چې د زړګی سر یې  د څرخی پله د زندان د تورو تمبو ترشا تری تم شوی او دوی یې لاتر ننه د راستنیدو لارې څاری.

که له یوې خوا د انتقالی عدالت د پلی کیدو وعده ورکول کیږی له بلې خوا د عدالت ناقضان د هرې ورځې په تیریدو سره د واک پر ګدۍ د ډډې وهلو ځمکه اوارول کیږی او پدې توګه جنایتکاران لاپسې باتور کوی. د غوایی د اتمې نمانځل په حقیقت کې د جنګسالارانو تشجیع کول او پرشا ډبول دی.

دا د یوه ملت په حق کې تر ټولو ستره جفا ده چې د داسې یوې ورځې نمانځنه پرې وتپل شی چې په هغې کې یې د دا کسان چې نن د پاکستان په دښمنۍ کې ستونی څیروی یوازې هغه وخت د پاکستان دښمنان شول چې د بادار لخوا په لته ووهل او پر ځای یې طالبان غوره وګڼل شول.

هرڅو چې د دې ډلې سپین سترګی استازی اوس هم د خپل مشروع حکومت څخه غږیږی او په ویاړ سره وایی حکومت مشروعیت یې په پیښور کې د ګورنر هاوس نه اخیستی و.

اوس د غوایی د اومې او اتمې جنایتکاران چې په بهرنی استخباراتی سازمانونو پورې تړلی دی په یوې ټلوالې کې راغونډ شوی؛ آن ولسمشر هم چې ډیر ځل یې د بشر حقونو له نقض کونکو څخه ملاتړ کړی، دا وار مجبور شو خپله چوپتیا ماته کړی او د دې ټلوالې د بهرنیو اړیکو په اړوند خپله اندیښنه جوته کړی. دا ټلواله د هیوادوالو ‌ذهن کې د تیرو جنایتونو تداعی کونکی ده.

په کار خو دا ده چې د نمانځغونډو پرځای دې د داسې کرغیړنو ورځو غندنه وشی او هغه کسانو سره غمشریکی وشی چې خپل خواږه عزیزان یې د بې مانا او د پردو په لمسون جګړو کې له لاسه ورکړی او یا هغه کسان چې د زړګی سر یې  د څرخی پله د زندان د تورو تمبو ترشا تری تم شوی او دوی یې لاتر ننه د راستنیدو لارې څاری.

که له یوې خوا د انتقالی عدالت د پلی کیدو وعده ورکول کیږی له بلې خوا د عدالت ناقضان د هرې ورځې په تیریدو سره د واک پر ګدۍ د ډډې وهلو ځمکه اوارول کیږی او پدې توګه جنایتکاران لاپسې باتور کوی. د غوایی د اتمې نمانځل په حقیقت کې د جنګسالارانو تشجیع کول او پرشا ډبول دی.

دا د یوه ملت په حق کې تر ټولو ستره جفا ده چې د داسې یوې ورځې نمانځنه پرې وتپل شی چې په هغې کې یې د څوارلس کلنې پیغلې نه تر اویا کلنې بوډۍ عفت تر پښو لاندې شو؛ د بسمل ګډا او د میندو د ماشوم زیږونې ننداره یې وشوه؛ پر سرونو یې میخونه ټک وهل شول یا له ملا څخه اره کړل شول؛ دا د ترسره شویو جنایتونو د لړۍ وړې کړۍ دی.

د لویدیځې نړۍ شنه او نارنجی ګوندونه که له یوې خوا د ولسواکۍ، مدنی ټولنې او بشر حقونو د خوندی ساتلو لپاره ټټر ډبوی او د مچ د وزر په ماتیدو ویر کوی، له بلې خوا چمتو دی له داسې عناصرو سره ګډ کار وکړی چې لاسونه یې تر څنګله د ولس په وینو ککړ دی. 

دا یوازې او یوازې افغان ولس ته پاتی کیږی چې د جنایتکارانو څخه د خپلو کونډو، بورو، یتیمانو او ټپې ښارونو، کلیو او بانډو غچ واخلی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد