نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

خصوصی کول، کارګران لاپسې ځپی

 

ټاکل شوې ده چې د حامد کرزی حکومت،  دولتی تصدیانې خصوصی سکټور ته وسپاری. په پام کې ده چې  د ۶۵ دولتی تصدیو څخه په لومړی پړاو کې ۳۷ تصدۍ خصوصی کړای شی. د دې تصدیو په خصوصی کولو سره به حکومت یو ملیارد ډالره تر لاسه کړی او نژدې ۹۷۷۵ هکټاره ځمکه به په بهرنیو او کورنیو پانګوالو  وپلوری. په تیرو وختونو کې په دې دولتی تصدیو کې ۱۰۰۰۰۰ کارګران په کار بوخت ول. حکومتی چارواکی وایی،  چې د دولتی تصدیو د خصوصی کولو سره به هغه شمیر کارګرانو ته ، چې د خصوصی کیدلو د  بهیر  له امله  وزګاریږی، تر دوو کلونو پورې  تنخوا ورکوی.

 له هغې  وروسته  چې حکومت د دولتی تصدیو د خصوصی کیدنې اعلان کړی دی، د دولتی تصدیو کارګرانو او کارکوونکو  په بیلابیلو ډولونو د خصوصی کیدنې په اړه  خپل اعتراض ښودلی دی. په دې وروستیو کې د هرات ښار تر څنګ په کابل، پروان او میدان کې د ددولتی تصدیو کارګران او کارکونکی واټونو ته راووتل او د خصوصی کیدنې پر ضد یې لاریون وکړ. دې کارګرانو په یوه خوله ویل چې د خصوصی کولو پر خلاف دی او ملی شتمنۍ باید خصوصی نشی.

د افغانستان ملی شتمنۍ پر بهرنیو او کورنیو پانګوالو پلورل، هغه څه دی چې پایلې یې له اوسه څرګندې دی. خصوصی کیدنې  تر دې وخته نه یوازې دا چې خلکو ته یې د کار ډګر  او کارګرانو ته هوساینه نده ورپه برخه کړی، بلکې  لامل شوی ده،  چې ورځ تر بلې بیوزلی سیوا شی او د طبقاتی توپیرونو کچه لا ډیره شی. په افغانستان کې د خصوصی  کېدنې څخه تر دې مهاله  یوازې څو تنو پانګوالو او د دې پانګوالو سلاکارانو د عامل پلاوی او د مشاور تر نامه لاندې  ګټه اخیستی ده، نه زموږ بی وزلی ولس.

دا چې ولې د دولتی تصدیو کارګران او کارکوونکی د خصوصی کېدنې مخالف دی، دا ټکی جوته وی چې کارګران او دولتی کارکونکی دې ته رسیدلی دی چې خصوصی کیدنه، څرنګه چې پانګوال ادعا کوی، د هوساینې جنت نه، بلکې د بیوزلۍ هغه دوزخ دی  چې زیارکښان د زبیښاک په اور کې سوځوی. دا کارګران د نورو هیوادونو د ملی تصدیو او پانګو د خصوصی کېدنې سره دې پایلې ته رسیدلی دی، چې خصوصی کېدنې  له بیوزلۍ او  زبیښاک پرته  د دې هیوادونو  ولسونو ته کوم بل زیری نه دې ورکړی.

وروسته له هغې چې، د ګلوب الک شرکت د اوګاندا هیواد د بریښنا شبکه وپیرله، په دې هیواد کې د بریښنا بیه په سلو کې اویا لوړه شوی ده. همدا ډول  کله چې د هندوستان د ماهاراشترا ایالت بریښنا خصوصی کړای شوه او انرون شرکت په دې سکټور کې پانګه اچونه پیل کړه، د بریښنا بیه په سلو کې ۴۰۰ لوړه شوه. همدا ډول په پاکستان کې د خصوصی کیدنې له بهیر سره بیوزلۍ پراختیا موندلې ده.دا وخت په پاکستان کې  ۴۰٪ کسان د بیوزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوی، حال دا چې په ۹۰ لسېزه کې دا سلنه ۱۷ وه. په همدې توګه په پخوانی شوروی اتحاد او ختیځې اروپا  کې د خصوصی کېدنې وروسته اقتصادی ناورین رامنځ ته شوی دی.  په پولند کې د خصوصی کېدنې سره ۲۰٪ کاری ځواک وزګاره شوی؛  ۳۰٪ کاری ځواک بدلمنۍ، قاچاق او د نشه ای توکو پلور ته مخه کړی ده؛  په بلغاریا، رومانیا او لتویا کې د بیوزلۍ سلنه ۵۰ ته ورسیدلې او  په ارمنستان، ګرجستان او ازبکستان کې د خصوصی کېدنې سره د ژوند کچې ۸۰٪ سقوط کړ ی او د خصوصی کېدنې دا تاریخې تجربې د دې ښکارندویی کوی،  چې د ملی پانګو خصوصی کېدنه پرته د اقتصادی او ټولنیز ناورین څخه بل څه نه زیږوی او  په ټولنه کې د هوساینې  د جنت پر ځاې د بدمرغۍ  دوزخ رامنځ ته کوی، له همدې امله  زموږ په هیواد کې د دولتی  تصدیو کارګران او کارکوونکی د خصوصی کېدنې پر خلاف غږ راپورته کوی او هغه د ناورینونو پیلامه ګڼی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد