نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د پانګوالو میلمستیا خرابه کړﺉ!

 

د آلمان په رستوک ښار کې د اته شتمنو هیوادونو د مشرانو د ناستې په درشل کې نژدې ۸۵۰۰۰ اعتراض کوونکو د اقتصاد د نړیوال کیدو پر ضد لاریون وکړ، چې  د پولیسو ( د پانګوالو په لاس د بې وسانو د ځپلو ماشین)  سره  د نښتې په ډګر  واوښت. په دې لاریون کې کین اړخو د سرو بیرغونو په رپولو سره، چې د چه ګوارا عکسونه په کې انځور شوی ول، د اقتصاد د نړیوال کیدو او د خصوصی کېدنې پر خلاف شعارونه ورکول.

که څه هم د اته شتمنو هیوادونو د مشرانو د ناستې سیمه د بالتیک ساحل ټاکل شوی  او دا سیمه په اغزنو مزو راچاپیر شوې،  لدې سره سره د آلمان  دولت د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره ۱۶۰۰۰ پولیسان سیمې ته استولی دی او په داسې حال کې چې لاریون کوونکو اعتراضی  شعرونه او سرودونه ویل، پر سرونو ېې د پولیسو چورلکو   الوتنه کوله. د رویټرز خبری آژانس  د دې لاریون د ځپلو په موخه  د پولیسو امنیتی اقدامات د دویمې نړیوالې جګړې وروسته  بی ساری ګڼلی دی. که څه هم د اته شتمنو هیوادونو د کلنۍ ناستې موخه، په سمبولیکه توګه د پانګوالۍ او د نیولیبرالیـسی سیاستونو د ځواک  ښودل دی، خو په تیروو څو کلونو کې د دې هیوادونو د مشرانو ناسته د ډار او ویرې له امله د سختو امنیتی تدابیرو په منځ کې په لیرې پرتو سیمو کې تر سره کیږی. دا وخت د آلمان په رستوک ښار کې د اته شتمنو هیوادونو د مشرانو د ناستې هوټل شاوخوا درې کیلومتره اوږد او درې نیم متر پلن  دیوال جوړ شوى دى، چې پر هر متر یې دولس نیم ملیونه یورو مصرف شوی دی. څه باندې ۲۰۰۰۰ امنیتی کسان د دې  دیوال ساتنه کوی.

د اته شتمنو هیوادونو د کلنۍ ناستې  دود په ۱۹۹۰ کال کې پیل شو؛ دا ناسته د اته کلونو را پدیخوا د نړیوال اعتراض سره مخ کیږی او بیلابیل غبرګونونه راپاروی، خو سږنی اعتراض تر ټولو جدی او مهم اعتراض و، چې بیلابیلو سیاسی او ټولنیږو ډلو په کې ونډه درلوده. لاریون کوونکو شعار ورکوه چې هغه نړۍ چې اته شتمن هیوادونه ورباندې واک چلوی، د جګړې، بیوزلۍ او  د ټولنیزو توپیرونو نړۍ ده او باید د دې نړۍ په وړاندې اعتراض وشی او  د طبقاتی توپیرونو  پرته  یوه نوی نړۍ جوړه شی.

همدا ډول  د دې لاریون پر ډیری پوسترونو باندې د طبقاتی توپیرونو پرضد شعارونه لیکل شوی ول . پر ځینو پوسترونو، د اته شتمنو هیوادونو مشران "د  تورتم پیړۍ د پاچاهانو"  نومول شوی ول، چې د اقتصاد په نړیوال کیدو سره هڅه کوی په وروسته پاتې هیوادونو کې بیوزلی لاسیوا کړی. لاریون کوونکو چیغې وهلې چې د  پانګوالو میلمستیا خرابه کړﺉ  او ویل یې امپریالیستی ځواکونه باید له افغانستان او عراق څخه ووځی.

 د اقتصاد نړیوال کیدو سره په نړۍ کې بیوزلی سیوا شوى ده او په هرې یوې ثانیې کې یو کس د بیلابیلو لاملونو له امله مری؛ نړیوال کیدل ورځ تر بلې د پانګوالو لوی  انحصارات شتمن کوی او  وروسته پاتې هیوادونه لا د بیوزلې د کرښې لاندې وړی. نړیوال کیدل  د دې پر ځاې چې پوځی وسایل له منځه ویسی پر ځاى یې د دولتی او ټولنیزو خدماتو کموالی ته پیڅې پورته کړی دی او د پوځی سیالۍ لمن یې پراخه کړی ده. د اقتصاد د نړیوال کیدو  اصلی  ګټه د انرژۍ او پوځی انحصاراتو  جیبونو ته ولیږی. همدا ډول د اقتصاد  نیولیبرالیستی سیاستونه لامل شوی دی چې کمپنۍ د میرمنو څخه د ارزان کاری ځواک په توګه ګټه پورته کړى  او په  سکس بازار کې یې وګماری. د اقتصاد نړیوال کیدل اته شتمنو هیوادونو ته دا وخت په لاس ورکړی چې د پوځی سکټور وروسته د سکس سکټور څخه ډیره ګټه تر لاسه کړی.

دا ناورینونه لامل کیږی چې ورځ تر بلې د نړیوال کیدو په وړاندې نړیوال غورځنګونه پیاوړی شی او د یوې نوې نړۍ زیری ورکړی چې پر انسانی ارزښتونو ولاړه وی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد