نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

وینه تویول او داسې جزا ورکول؟

 

د طالبانو له راپرځیدو او افغانستان ته د ائتلاف په مشرۍ د امریکایی ځواکونو له راتګ وروسته سلګونو افغانانو نه یوازې د طالبانو په لاس، بلکې د امریکایی او ناټو ځواکونو په بمباریو او ډزو کې خپل ځانونه له لاسه ورکړی دی. هر وار د خلکو د کورونو د ویجاړولو او د بې ګناه وګړو له وژلو وروسته لوی لوی کمیسیونونه د پیښې د څیړلو لپاره جوړیږی او د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ائتلاف او ناټو ځواکونه له خلکو څخه بخښنه غواړی. د بې ګناه وګړو د وژلو دا لړۍ لا تر اوسه دوام لری.

څو میاشتې وړاندې هم کله چې امریکایی سرتیری د تورخم-جلال اباد پر سړک د تیریدو پر مهال تر برید لاندې راغلل، نوموړو سرتیرو په پټو سترګو په ډزو پیل وکړ او څو کیلومتره لیرې یې عام وګړی چې په خپلو کروندو کې په کار بوخت وو، په مردکیو وویشتل. د دې پیښې په ترڅ کې نږدې 16 ښځې، ماشومان او نارینه په شهادت ورسیدل. د امریکایی ځواکونو د دې غیرانسانی چلند په وړاندې د سیمې خلک واټونو ته راووتل او عمومی لاره یې د دوو ساعتونو لپاره وتړله، تر څو دولت د دې پیښې عاملین محاکمه او جزا ورکړی. دولت او امریکایی ځواکونو هم د پیښې د څیړلو ژمنه وکړه او په پای کې یې وویل، کومو سرتیرو چې دا ناوړه چلند سر ته رسولی دی، د جزا په ډول له افغانستان څخه ایستل کیږی او بیرته امریکا ته ستنیږی!! دا لومړی ځل دی چې امریکایی سرتیری له داسې جزا(!) سره مخامخ کیږی چې له خوشحالۍ څخه لاس او پښې نه پیژنی. ښایی تورنو سرتیرو په زړونو کې ویلی وی چې کاشکې دا کار مو له دې وړاندې سر ته رسولی وای تر څو جزا(!) را ته راکړل شوی وای.

امریکایی سرتیری له هرو څلورو میاشتو وروسته بدلیږی او د هغوی پر ځای نوی سرتیری افغانستان ته راستول کیږی. د جلال اباد له پیښې څخه له درې میاشتو زیاته موده تیره شوې وه چې امریکایی سرتیرو ته دا جزا(!) واورول شوه، ښایی په دې موده کې د هغوی د بیرته ستنیدو نیټه هم پوره شوې وه، خو دا مهمه نه ده. مهمه د جزا(!) ورکولو نفس دی. ایا د 16 بې ګناه انسانانو د وژلو په بدل کې یوازې د امریکایی سرتیرو ایستل د هغوی د وینو ځواب ورکولای شی؟ دا په داسې حال کې چې امریکایی سرتیرو ته افغانستان د دوزخ بڼه لری او که چیرې هغوی د جزا په شکل ورڅخه ایستل کیږی، دا په خپله هغوی ته امتیاز ورکول دی. نوموړې جزا(!) دې ته ورته ده چې که یو سرتیری د پهرې پر مهال ویده شی، د هغه قوماندان خپل سرتیری ته جزا ورکړی چې د یوې اونۍ لپاره حق نه لرې، پهره ورکړې! تاسې فکر وکړئ هغه سرتیرې به په زړه کې څومره خوشحاله وی؟

له بل پلوه نوموړې جزا(!) کولای شی نور امریکاییان هم دې ته وهڅوی چې کله یې زړونه په افغانستان کې تنګ شول او یا تر زیاتو بریدونو لاندې راغلل، د بې ګناه افغانانو په وژلو لاس پورې کړی تر څو جزا(!) ورکړل شی او له افغانستان څخه ووځی. وینه تویول او داسې جزا ورکول؟!

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد