دلت کاست د هندوستان د وګړو په سلو کې ۲۴ جوړوی. دا کاست، چې په استعماری ژبه ورته "وروسته پاتې طبقې" ویل کیږی، د ډیر پخوا څخه له ټولنیز پلوه د هندوستان تر ټولو کښته او بیوزله کاست شمیرل کیږی او د "نجسانو" په نوم یادیږی. دا وخت د هند په بنګلور ایالت کې ۱۵۰۰۰ میرمنې چې په دلت کاست پورې تړاو لری، د کنارآب پاکولو په "سکټور" کې کار کوی. دلت میرمنې ۱۵۰۰ کاله کیږی چې د بنګلور ایالت د کنارآب پاکونې "دنده" پر مخ بیایی. دا میرمنې د سهار په ۶ بجو په کار پیل کوی او د شپې تر یولسو بجو پورې په کنارآب پاکولو بوختې وی. د آزاد بازار دلالان لدې " دود" څخه ګټه پورته کوی او دې میرمنو ته په ورځ کې د ۳۰ تر ۴۰ کلدارې د مزد په توګه ورکوی. همدا ډول د ممببی په سلو کې ۹۰ بدلمنې میرمنې په دلت کاست پورې تړلی لری.
د دلت کاست سره د هندی فیوډالانو او پانګوالو دا ناوړه چلند، د بنګلور د کوڅو د قهریدلی ولس د کرکې سره یوځای د دې کاست د شاعرانو او لیکوالانو په کلېمو کې د مقاومت بڼه غوره کړې ده. د دلت شعر چې د رنځونو او د دې کاست د مبارزو هنداره شمیرل کیږی، د لومړی ځل لپاره په ۱۹۶۰ کال کې د مهراشترا په ایالت کې د خپلواکۍ غورځنګ رامنځ ته کړ. دا شعرونه د هغه رنځونو او کړاونو څخه غږیږی چې واکمنو طبقو د دود او سنت تر نامه لاندې د دې کاست پر وګړو تپلی دی.
دلت لیکوالان، لیکنه او شعر د ښکلاپیژندنې یو ژانر نه ګڼی، بلکې خپل شعر او لیکنه یوه سیاسی مبارزه ګڼی او د خپل قلم څخه د هغه طبقاتی ناورینو د بربنډولو لپاره کار اخلی، چې د فیوډالانو او پانګوالو لخوا د کاستی دودیز سیستم تر نوم لاندې پر خلکو پلی کیږی. دې ولسی لیکوالانو له تورپوټکو امریکایی شاعرانو څخه په الهام اخیستنې سره د خپلو شعرونو او لیکنو د کلیمو ځواک د پانتردلت غورځنګ په بڼه رامنځ ته کړ، چې د دې غورځنګ موخه د راډیکالې سیاسی مبارزې سره د شاعرانه غبرګون ګډول وو. د دې غورځنګ پیل په ښه توګه وکړای شو په هند کې د دودنو ناانسانی اړخونه برملا کړی او په دې ډول د دلت شعر او ادبیات په هند کې د آزادی د رښتونی ادبیاتو بڼه غوره کړی ده.
د دلت کاست نامتو شاعر نامدئو دهاسال هغه ناتار او ظلم چې پر دې کاست تیریږی، داسې کاږی:
ما هغه مهال نړۍ ته سترګې پرانیستې چې لمر په ډوبیدو و
او لمر ورو ورو پریوت
زه، د شپې په تروږمو کې، په کړکیچونو کې زیږیدلی یم
په زړې ټوټې کې تړل شوی وم
لکه د یو چا په شان چې په تن کې د مردکی سره لوی شی
ما مدفوع وخوړه او لوی شوم
پنځه قرانه راته راکړﺉ
پنځه قرانه راته راکړﺉ
او په بدل کې یې، پنځه ښکنځلې وپېرﺉ