نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د امن جرګه که د ولسونو تیر ایستنه

د افغانستان د اوسنی تاریخ تیرو درې لسیزو ښودلې ده چې پانګه والو هیوادونو تل د دې هیواد برخلیک ټاکلی دی. که هغوی وغواړی کولای شی د افغانستان پر بیوزلو پرګنو د بنسټپالانو اسلامی حکومت (1992-1996) او یا د طالبانو تور فاشیستی حکومت حاکم کړی او یا د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې تر نامه لاندې هغه له منځه یوسی، پرته له دې چې د خلکو د امن غم ورسره وی. پانګه والو هیوادونو سره یوازې هغه وخت د امن فکر پیدا کیږی چې خپلې ګټې په خطر کې ووینی. هغوی د خطر د له منځه وړلو او د خپلو ګټلو د ساتلو لپاره کولای شی هیوادونه په کنډوالو بدل کړی او د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند واخلی، که د افغانستان وی که د عراق، فرق نه کوی.

د افغانستان او پاکستان دولتونه د امریکا د ولسمشر جورج بوش په فرمایش د امن جرګې راغوښتونکی دی. تر هغه ځایه چې د جرګو په هکله ویل کیږی، جرګې د هغو کسانو لخوا رابلل کیږی چې اجراییوی صلاحیت ولری او د جرګو د فیصلو د پلی کولو تضمین وکړی. که له نورو خبرو تیر شو، وړاندې له هرڅه د امن جرګې تضمین کوونکی روښانه نه دی. تر دې مهمه خبره دا ده چې دا جرګه به څومره وکړای شی د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې لاره هواره کړی او هغه له منځه یوسی، ځکه دواړو دولتونو هغه کسان د امن په جرګې کې شامل کړی دی چې په خپله د امن له منځه وړونکی بلل کیږی او له بل پلوه د افغانستان په وړاندې د پاکستان د استخباراتی ادارې (آی اس آی) سیاست روښانه دی، له دې کبله د امن هیڅ راز جرګې نشی کولای د هغوی سیاست بدل کړی.

د امن جرګې په جوړولو کې د امریکا د متحدو ایالتونو لوی لاس دی، دا هغه هیواد دی چې پرته له دې چې له چا څخه پوښتنه وکړی، زموږ پر هیواد یې برید وکړ او د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ، ایا دا هیواد نشی کولای پر پاکستانی دولت فشار راولی، تر څو  په افغانستان کې خپلې لاس وهنې بندې کړی او د ځان وژونکوبریدونو مخه ونیسی؟ امریکا دا کار کولای شی، خو نه یې کوی، ځکه نه غواړی د خپل شتون قانونی بڼه له منځه یوسی. که طالبان، القاعده او ځان وژونکی بریدونه نه وی، ایا خلک پوښتنه نه کوی چې نور نو دلته څه کوئ؟  د امریکا د متحدو ایالتونو دولت کولای شی پر پاکستان هم فشار راوړی، تر څو د ترهګرانو د بریدونو مخه ونیسی او د هغوی روزل بند کړی، خو دا کار هم نه کوی، ځکه تر اوسه خپل اصلی متحد پاکستان ته اړتیا لری، که نه نو کولای شی د باجوړ په شان بریدونه په پاکستان کې تر سره او ترهګران په نښه کړی، که څه هم په همدې وروستیو کې یې ګواښ کړی چې د هغوی پوځیان به د اړتیا په صورت کې په پاکستان کې دننه عملیات وکړی. د پاکستان دولت د دې خبرې په وړاندې په کلکه غبرګون ښکاره کړ، خو روښانه ده چې دواړه په دې خبرې کې څومره جدی دی. له دې کبله کله چې د امن جرګه د داسې هیوادونو تر منځ او د امریکا په څیر هیواد په منځګړیتوب او پیسو تر سره کیږی، پایلې به یې څه وی، پر ته له دې چې د ولسونو پر سترګو خاورې وشیندی او هغوی د امن تر نامه لاندې تیرباسی، ځکه ولسونو په خپل منځ کې هیڅ ستونزه نه لری، دا دولتونه دی چې د هغوی پر سر سودا کوی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد