نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو شماره ۱۹ اسد ۱۳۸۶

خپلواکی په وینو لاس ته راځی نه په پیرزونې

۸۸ کاله وړاندې ځوان شهزاده امان الله خان راپاڅید او د خپلو مشروطه غوښتونکو ملګرو په ملتیا یې د خپل زورواک او مستبد پلار په وړاندې  پاڅون وکړ او د دې پاڅون په پایله کې یې د ۱۹۱۹ کال د زمری میاشتې په ۲۸ مه نیټه د پرنګیانو له  ښکیلاک څخه د هیواد د خپلواکۍ اعلان وکړ.

دا خپلواکۍ،  چې د وینو او لمبو په منځ کې لاس ته راغله او  د اتلو جنګیالو د مبارزې له امله انګلیسی ځواکونه  په ګونډو کړای شول، لس کاله وروسته د بریټانیی میلیتاریستی امپراتورۍ لخوا او د کورنی مرییانو په ملتیا لومړی د بچه سقو او وروسته د  نادرخانی استبداد په پښو کې بلهاری شوه.

د زمری ۲۸ مه نیټه د افغانستان په  تاریخ کې هغه تلپاتې او پرتمینه ورځ ده چې د امپریالیستی او میلتاریستی هیوادونو څخه د ولسونو د خپلواکۍ یوه ښه بیلګه ګڼل کیدای شی. که څه هم دا تاریخی بهیر د یو شهزاده لخوا رهبری کیده او د نیمګړتیاو تش نه و، خو زموږ د هیواد په تاریخ کې چې د ارتجاعی واکمنیو اوږده لړۍ لری، یوه بی سارې لاس ته راوړنه ګڼل کیږی.

شاه امان الله چې  ملی روحیه لرله او افغانستان یې د ټولو افغانانو ګډ کور ګاڼه او له  پراخه پرګنیزه ملاتړ  څخه برخمن و، د طبقاتی دریځ له مخې دا بهیر تر پایه و نه رساوه او د ارتجاعی ځواکونو  سره د جوړجاړۍ   له امله یې هیواد پریښود او  یو ځل بیا فیودالانو د انګلیس په ملتیا د ولسونو غاړې ته  د مریتوب کړۍ ورواچوله.

د دې نیمګړتیاوو سره سره،  د وروستیو ناخوالو او جنایتونو  له امله د افغانستان ولس حق لری چې دا ځوان شهزاده خپل ملی اتل وګڼی او په درناوی سره یې یاد ژوندی وساتی. 

۸۸ کاله وړاندې د افغانستان ولس  د انګریږی ښکیلاک په وړاندې راپاڅید او د وینو په څپو کې یې د دموکراسۍ او د ټولنیز عدالت لاره انځور کړه.  په دې پاڅون کې د پرمختللو روڼ اندو ونډه له پامه غورځیدلی نشی. روڼ اندی د ولسونو تر څنګ د هیواد د  خپلواکۍ لپاره د شکنجې، زندان او آن د اعدام له پولو تیر شول او خپله ونډه  یې په میړانه تر سره کړه.

خو ۸۸ کاله وروسته، سره لدې چې  د څه باندې 36 هیوادونو سرتیری په افغانستان کې پراته دی؛ د امپریالیستی هیوادونو پوځې اډې ورځ تر بلې پراختیا مومی؛ استخباراتی  او جاسوسی ټولنې سیوا کیږی؛ په پوځی عملیاتو کې د بی ګناه انسانانو وینې  توییږی؛ نړیواله ټولنه د جنایتکارانو واکمنی پیاوړی کوی او هیواد له اقتصادی پلوه د شرکتونو منګلو کې ښکیل کیږی؛ ځینې "روڼ اندی" خپلواکی یوه کلاسیکه ایده ګڼی او د امپریالیستی هیوادونو د ګټو د خوندیتوب په موخه د مدنی ټولنې د دودلو هڅه کوی. ځینې کسان  او ډلې  د ملګرو ملتونو او د "نړیوالې ټولنې" څخه ( هغه نړیواله ټولنه چې دا وخت  نژدې ۵۰۰۰۰ سرتیرو یې زموږ پر هیواد خیټه اچولی ده)  د ژغورنې غوښتنه کوی.

د افغانستان خپلواکی، د شیرپور د غونډۍ، د سرای موتی او دهمزنګ  د زندانونو او  د تیرباران له ډګر څخه سر راپورته کړ،  نه د یوناما دفتر، نه مدنی ټولنو، نه د "کلاسیکزم" او نه هم د "نړیوالې ټولنې" له پیرزوینې څخه.

خپلواکی په وینو لاس ته راځی، نه  په پیرزونې.

نظرات 1 + ارسال نظر
کمال 1386/07/16 ساعت 02:40 ب.ظ

در افغانستان در بین مردان و شاه امان اله و در زنان ملالی جویا قهرمانان واقعی بوده اند من دیگری را نمی‌بینم. احمد شاه مسعود را قهرمان نامیدند، اما کسی به آن وقعی قایل نیست چون حداقل در شهر کابل در سالهای حاکمیتش تاریخچه مکدری دارد که دل دهها هزار تن از وی خونین است.

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد