نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

په افغانستان کې د انګریزی سرتیرو نوې وسلې

له روشنګری څخه لنډ شوی

 

آیا کولای شو بربریت مدرنیزه کړو؟ که د مدرنیزه کولو څخه موخه د پوهنې کارول وی، هوکی، چې کولای شو. د پوهنې پرمختګ سره بشر کولای شی هغه کارونه تر سره کړی، چې انسانی منطق ورسره پردی دی.

انګریزۍ ګارډین ورځپاڼې د اګست میاشتې په ۲۴ نیټه خبر ورکړ، چې په افغانستان کې انګریزی سرتیری په یو ډول فوق العاده وسلو سمبال شوی دی. دا نوی وسله د ترموباریک وسلی پرمختللی ډول دی، چې سرتیری کولای شی پر خپلو اوږو یې انتقال کړی. د دې وسلې له چاودنې څخه رامنځ ته کیدونکی متراکم فشار کولای شی د قربانی سږی وچوی او له وینو یې ډک کړی. دا وسله په تړلی او بند چاپیریال کې کارول کیږی، کیدای شی دا تړلی چاپیریال یو مورچل وی او یا هم یو کور، چې سرتیری شک کوی ښایی هلته طالبانو مورچل نیولی وی. امکان لری په دې کور کې تنکی ماشومان هم بیده وی او یا همدا ډول د دې ماشومانو مور او پلار، چې نه پوځی دی او نه هم وسله لری، خو سرتیری یا د سرتیرو قوماندانان فکر کوی، چې دا کورنۍ د طالبانو ملاتړ کوی.

 د ترموباریک وسله د لومړی ځل لپاره په لومړۍ نړیوالې جګړې کې د آلمانانو لخوا جوړه او وکارول شوه. د دې وسلې پرمختللی ډولونه د امریکا لخوا د ویتنام په جګړې کې په پراخه توګه کارول شوی ده، همدا ډول دا وسله روسانو په چیچن کې هم کارولې ده.

کومې وسلې چې په افغانستان کې انګریزی سرتیرو ته ورکړل شوی دی د ترموباریک بمونو تر ټولو پرمختللی ډول دی،  که څه هم انګریز چارواکی وایی، چې دې وسلو ته د ترموباریک ویل ناسمه بریښی، ځکه په دې نوی موډل کې د تودخ د تولید پر ځای د ډیر فشار پر ایجادولو زیات کار شوی دی.

بی له شکه، چې دا ډول استدلال د دې وسلې د کارولو اخلاقی مسوولیت څخه اوږې سپکول دی. په دې ډول انګلیسی قوماندانان غواړی موږ ته ډاډ راکړی، چې په دې وسلو سره کولای شی "وسوځوی" پرته له دې چې مړو ته اور واچوی او "جزغولی" یې کړی، کولای شی خلک ووژنی پرته له دې چې هغوی ټوټه ټوټه کړی. نوې وسلې لکه پریکون " هوښیارانه چلند" لری او معجزه کوی!

البته جزغاله کول او ټوټه کول به همدا ډول دوام ومومی او دا وسلې به یواځې د انسان وژنې او ویجاړونې د آلاتو کلیکسون بشپړ کړی. د وسلو یو کار پوه وایی، چې دا وسلې د یوې ثانیې د یو زرمې حصې څخه په لږ وخت کې لومړی د غوږ پرده څیروی او وروسته د یو ثانیې څخه په کم وخت کې سږی او نور غړی له کاره اچوی.

"طالبان"، "القاعده"، "تروریزم"... د اوخت د انسانی پولو څخه د تیریدنې او د انسانی وژنې او د ویجاړنې جواز ګڼل کیږی. البته په تیروو دریو لسیزو کې تل د تروریزم کلیمې څخه د وژنې، تیری او بمبارد او هر ډول جنایت لپاره کار اخیستل شوی دی، خو اوس دې کار "رسمی" بڼه نیولی ده او جګړه مارې ډلې کوښښ کوی وښیې، چې د دې "کوډونو" سره هغه کسان چې د نړۍ پرمختللی وسلې تولیدوی او کاروی، د سړی خوړلو حق ورته خوندی دی. کټ مټ د ایران په اسلامی رژیم کې، چې د "ملی امنیت پر ضد اقدام" یا" اوباش او اراذل" او یا ورته کلیمو سره ځان ته حق ورکوی خپل مامورین د ټوپک، ارې او کوتک سره د مخالفینو ځپلو ته ولیږی، لاس او پښې یې پرې کړی، سترګې یې راوباسی او په دار یې ووهی او یا شونډی یې وګنډی او په سیاهچالونو کې یې ښخ کړی؛ یواځې د دې توپیر سره، چې په حق سره، د رژیم د رسوایۍ ډول پر بلیو پروت دی، خو د پرمختللو وسلو تولیدونکی ځواکونه په ناحقه ځانونه "متمدن" ګڼی.

سره د دې چې  بریتانیایی یا امریکایی قوماندانان خپلو "متمدنو" لښکریانو ته د طالبانو او القاعدې د "خوړولو" حق ورکوی، هغه سیاست ، چې دا هیوادونه  د طالبانو او القاعدې سره په یو کتار کې ودروی، دا دې چې نوې وسلې یواځې طالبان او القاعده نه وژنی، او څرنګه چې ټول او په ځانګړی توګه د ناتو قوماندانان په ښه ډول پوهیږی، هغه "پټځایونه" چی طالبان یې کاروی، د خلکو د هستوګنې په سیمه کې واقع دی او پر افغانستان د بهرنیو ځواکونو تیری او د یرغلګرو ځواکونو ناوړه چلند لامل شوی چې طالبان د ولسونو تر منځ ځان ته ځای ومومی.

د ګارډین د لیکنې له مخې د لیبرال دمکراتانو مشر سرمنزیس کمپل د نویو وسلو په هکله خبرداری ورکړی او ویلی دی، چې دا یو جدی بدلون دی، ځکه د ناپوځی وګړو د وژنې  سیوا کیدل به په افغانستان کې د انګلستان استراتیژی د بدو پایلو سره مخامخ کړی. د دې انګریز سیاستوال اندیښنه د یرغلګر او تیری کوونکی هیواد د استراتیژۍ ټکنې کیدل دی، نه انسان وژنه او وحشیانه جګړه.

په هر حال د دې جګړو یوه موخه په لویه کچه د وسلو د بازار  او کاروبار غوړیدل دی، څه چې د انګستان د ملی ناخالص تولید د پام وړ برخه جوړوی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد