نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د کوریایی برمته شویو وګړو تر شا څوک ولاړ وو؟

له یوه میاشت څخه زیاته موده تیریږی چې طالبانو د سویلی کوریا 23 وګړی برمته ونیول. په دې برمته نیونه کې دوه کوریاییانو د خپل هدف پر سر ځانونه قربان کړل او پاتې نور کوریاییان د شلو ملیون ډالرو په بدل کې خوشې شول. داسې ویل کیږی چې د کوریا دولت ژمنه کړې ده چې طالبانو ته د پیسو ورکولو تر څنګ به هغه 200 مسیحی مبلغین له افغانستان څخه وباسی چې د عیسویت د تبلیغ لپاره نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټولې نړۍ کې په فعالیت بوخت دی.

کله چې کوریاییان د طالبانو لخوا برمته ونیول شول، د رسنیو له لارې اعلان وشو چې برمته شوې کسان ډاکتران او ښوونکی دی او د دې لپاره افغانستان ته راغلی دی چې له افغان بیوزلو وګړو سره مرسته وکړی، خو هیچا له دې کسانو څخه پوښتنه ونکړه چې په دې ډله کې خو یو ډاکتر او ان یو نرس یا نرسه شامله نه ده، دا څرنګه روغتیایی ډله ده چې مشری یې د یوه کشیش په لاس کې ده؟ حقیقت خو دا و چې د انډیپینډنټ ورځپاڼې په وینا، پل جې کې د کوریا د نړیوالې مسیحی ټولنې مشر د کوریایی وګړو له برمته کیدو وروسته وویل: زموږ ملګری چمتو دی چې خپل ځانونه د خپلې عقیدې د ترویج په لاره کې قربانی کړی او همدا و چې 42 کلن بې هیونګ کیو چې د کوریایی وګړو مشری یې په افغانستان کې درلوده، د دینی عقایدو د خپرولو لپاره د یوه بل کوریایی تر څنګ قربانی شو.

بې هیونګ کیو یوازینی کوریایی مسیحی مبلغ نه دی چې په دې سیمه کې وژل کیږی. په 2004 کې د همدې مسیحی مبلغینو یو بل تن چې عراق ته استول شوی و، د عراقی بلواګرو لخوا ووژل شو. د هیرالډ ټریبیون د رپوټ پر بنسټ، سویلی کوریا په نړۍ کې د مسیحی مبلغینو تر ټولو ستر ځواک لری. یوازې د کوریا د اوانجلیست کلیسا 17000 مسیحی مبلغین په 173 هیوادونو کې په تبلیغ بوخت دی. د هیرالډ ټریبیون د لیکنې پر بنسټ یوازې د امریکا متحد ایالتونه د 46000 تبلیغیانو په استولو سره له سویلی کوریا څخه مخکې ده. که چیرې د دواړو هیوادونو تر منځ د نفوس شمیره په پام کې ونیول شی، سویلی کوریا له امریکا څخه هم مخکې کیږی.

د هیرالډ ټریبیون په رپوټ کې راغلی دی چې هغې محافظه کارې کلیسا چې برمته شوی مبلغین افغانستان ته استولی وو، داسې کړنلاره جوړه کړې ده چې تر 2030 کاله پورې به ټولې نړۍ ته د خپلو مبلغینو شمیره 100000 کسانو ته ورسوی. دا کسان خپل لګښتونه له کلیسا څخه لاس ته راوړی. معمولاً هغه کسان چې د تبلیغ لپاره راجذبیږی، له 20 څخه تر 30 کالو پورې عمر لری. هغوی په کلیسا کې د روزلو یوه لنډه موده تیروی او له هغې وروسته د تبلیغ لپاره د نړۍ ګوټ ګوټ ته استول کیږی. دا کسان نه د امنیتی مسایلو په هکله کومه تجربه لری او نه هم د هغو هیوادونو د کلتوری او مذهبی واقعیتونو په اړوند، له دې کبله ډیر ژر قربانی کیږی.

روښانه ده چې نورو هیوادونو ته د دومره زیاتو مبلغینو استول له قوی مالی ملاتړ پرته ناشونی کار دی. کوریایی مبلغین په مستقیمه توګه د امریکا له دولت سره ټینګې اړیکې لری او د مسیحیت د تبلیغ لپاره زیاتې پیسې لاس ته راوړی. د امریکا دولت د دې لپاره په سویلی کوریا کې له کوریایی مسیحیانو څخه ټینګ ملاتړ کوی چې هغوی د "کمونیزم په وړاندې کلک مورچل" ګڼی.

د کوریا کلیساګانې او مذهبی مؤسسې په امریکا کې غښتلی ملاتړی لری چې ځواک یې ان له واتیکان څخه زیات دی. په 1984 کې کله چې د امریکا اوانجلیک کشیش بیلی ګراهام د مراسمو د اجرا کولو لپاره کوریا ته ولاړ، یو ملیون کسانو په هغو مراسمو کې ګډون وکړ. بیلی ګراهام د امریکا د ولسمشرانو ځانګړی کشیش ګڼل کیږی، له ټرومن څخه نیولې تر ایزنهاور او ریګان او د بوش کورنۍ پورې. دا کشیش د امریکا په ټولو لویو رسواییانو کې له واټرګیټ څخه نیولې د سړې جګړې د پیل کولو، پر ویتنام باندې یرغل او پر خلیج فارس باندې تر برید کولو پورې د امریکا د ولسمشرانو تر شا ولاړ و.

له پورتنیو خبرو څخه دا پایله لاس ته راځی چې د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې زموږ نړۍ، منځنۍ پیړیو ته ستنه شوې ده او له مذهب څخه داسې استفاده کیږی چې غواړی نور وګړی پرې وځپی او خپله برلاسی وساتی. دا خبره هغه وخت ډیره جدی کیږی چې بوش د سپټامبر له یوولسمې پیښې وروسته د صلیبی جګړې یادونه وکړه او نړۍ په متمدنو او غیرمتمدونو هیوادونو وویشله.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد