نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

ښکیلاکګرې ټولنې او زموږ د ولس زبیښاک

د اقتصاد په ډګر کې وروسته له دې چې میلټن فریډمن او پینوشې په چیلی کې د آلنده دموکراتیک دولت ړنګ کړ او زورواکۍ واکمنه شوه، د « شوک روغتیایی» اصطلاح دود شوه. له دې اصطلاح څخه موخه  د پانګه والو لخوا یوې ټولنې ته بدمرغۍ راوړل او د یو څه مودې وروسته د یو ایس ای آی ډی، بیرینګ پواینټ، کی پی ایم جی، ای ایم ایف، نړیوال بانک او د سوداګرۍ نړیوال سازمان  مخه پریښودل تر څو له دې بدمرغۍ څخه په ګټه پورته کولو سره  د بازار اقتصاد، خصوصی کیدنه، پرانیستې سوداګرۍ  او نړیوال کیدنه په دغه هیوادونو کې دود کړی او په اصطلاح هغه شوک چې ملتونو لیدلی دی، د ښکیلاکی نسخې په ورکړې سره درمل کړی!!

د « شوک روغتیایی» تیوری له مخې که چیرې ځینې اقتصادی سیاستونه د یو ټولنیز کړکیچ لکه کودتا، جګړه او د دولتونو د ړنګیدو وروسته پلی شی، امپریالیستی هیوادونو ته به ښې او مثبتې پایلې ولری، ځکه چې  د ناورینونو وروسته لا خلک حیران او مبهوت وی او  د ژوندی پاتې کیدو لپاره مبارزه کوی، نو د دې ډول اقتصادی بدلونونو په برابر کې جدی غبرګون نه ښکاره کوی او امپریالیستان په ډاډه زړه خپلې موخې پلی کولی شی.

شوک روغتیایی  تیوری دا وخت په افغانستان او عراق کې د امپریالیستی هیوادونو لخوا پلی کیږی او  په همدې موخه د هفوی مالی سټې لکه یو ایس ای آی ډی، بیرینګ پواینټ، کی پی ایم جی، آی ایم ایف، نړیوال بانک، د مالی همکاریو نړیوال سازمان  او د سوداګرۍ نړیوال سازمان  دنده اخیستې ده چې د ا دوه  هیوادونه د بدمرغۍ او شوک وروسته  په ښکیلاکی توګه  درمل کړی. وروسته له هغې چې پاول بریمر په عراق کې بلامنازع واکمن شو، د یو ۱۰۸ مخیزه تړون لیک له مخې یو ایس ای آی ډی او بیرینګ پواینټ ته د عراق د اقتصاد د خصوصی کیدو دنده وسپارل شوه، په دې تړون لیک کې ۵۱  ځل د خصوصی کیدنې کلمه تکرار شوی ده. بریمر  په عراق کې له واکمنیدو  دوه اونۍ وروسته  اعلان وکړ  چې  اوس د عراق درودازې د سوداګرۍ لپاره پرانیستې دی او عراق د پانګې اچونې لپاره چمتو دی. همدا و چې مک ډونالډ، وال مارټ، د انګلستان اچ اس بی سی بانک، سټی ګروپ او نورو کمپنیو په بیړه اعلان وکړ چې په عراق کې به ډیر ژر  پانګه اچونه پیل کړی خو د شوک روغتیایی  تیوری له ماتې سره دا پانګه اچونه د ننګونو سره مخامخ شوه.

وروسته له دې چې یو ایس ای  آی ډی او بیرینګ پواینټ د دې هیواد د اقتصاد د خصوصی کیدنې چارې پر غاړه واخیستې، د عراق ټول ملی تولیدات په ټپه ودریدل او آن د شاتو تورید د سعودی عربستان څخه پیل شو. مخکې له دې په عراق کې ۲۰۰ دولتی شرکتونو د عراقیانو د اړتیاو ډیره برخه تامینوله. ناومی کلاین په خپل کتاب ( بغداد د صفر په کال کې) لیکی چې په عراق کې دولتی شرکتونو ته نه پاملرنه او د ملی بورژوازۍ دیووالی کول لامل شوی دی چې په عراق کې د مقاومت ډګر پیاوړی شی، ځکه  چې ملی پانګوال د څو توکمیزه شرکتونو سره د اختلافاتو له امله وسله والو ته پیسې او مهمات ورکوی او هغه وزیران او د شرکتونو مدیران چې د خصوصی کیدنې پلویان دی، د همدې وسله والو لخوا  ترور کوی.

د بریمر د انتصاب په لومړیو څلورو میاشتو کې  ۱۰۹ امریکایی سرتیری ووژل شول او  ۵۷۰ نور ټپیان شول خو څلور میاشتې وروسته چې د بریمر اقتصادی اصلاحات پیل شول او د دې اصلاحاتو په پایله کې  ۵۰۰ زره دولتی کارکوونکی وزګار کړای شول د امریکایی سرتیرو د تلفاتو کچه دوه برابره لوړه شوه او دا په ډاګه په وسله واله پاڅون کې د ملی بورژوازۍ پانګه اچونه ښکاره کوی.

همدا ډول په افغانستان کې دا ښکیلاګرې ډلې د هیواد ټولې اقتصادی ټولنې تر مستقیم څار لاندې لری او د «شوک روغتیایی» تیوری له مخې یو ایس ای آې ډی، بیرینګ پواینټ، کی پی ایم جی، آې ار ډی، سایپ، جی ټی زیډ، آی ایف سی، آی ایم ایف، نړیوال بانک او  د سوداګرۍ نړیوال سازمان د «تطبیقی اقتصاد»  د پلی کیدو په حال کې دی او د افغانانو د لسیزو شوک لیدلو څخه په ګټې اخیستنې سره   امپریالیستی اقتصاد پلی کوی او د هیواد د تصدیو په خصوصی کولو بوخت دی. دا ښکیلاګرې ډلې دا وخت په افغانستان کې په سلګونه مشاورین لری چې زموږ د هیواد اقتصادی (سوداګریزه او پانګه اچونکې)  پالیسی جوړوی. آی ایم ایف (د پیسو نړیوال صندوق) د یو ایس ای آې ډی له لارې خپلې طرحې په افغانستان کې پلی کوی او  یو ایس ای آې ډی د بیرینګ پواینټ،  چې یوه څوتوکمیزه کمپنۍ ده، له لارې زموږ د هیواد ټول اقتصادی شریانونه په خپل لاس کې نیولی دی او په دې ډول زموږ زیارکښه ولس زبیښی.            

 

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد