د مارچ اتمه د لومړی ځل لپاره په ۱۸۵۷ کال کې د نیویارک د نساجی کارخانو پر ښځینه کارګرانو باندې د زور زیاتی له کبله خپلې نښې نښانې راڅرګندې کړی. دغه وخت د نیویارک د نساجی ښځینه کارګرانو د زیاتی په وړاندې په اعتراض او اعتصاب لاس پورې کړی و. پنځوس کاله وروسته یو ځل بیا د نیویارک د کتان د کارخانې ښځینه کارګرانو د زورزیاتی، زبیښاک، تبعیض او محرومیت له کبله په اعتصاب لاس پورې کړ خو د کارخانې مالک کارګرانې په کارخانې کې بندی او د اور لګیدو وروسته ۱۲۹ میرمنې په لمبو کې ستی شوې.
په ۱۹۱۰ کال کې د سوسیالیستو میرمنو په دویم نړیوال کنفرانس کې د کلارازاتکین په نامه د یوې مخکښې میرمنې په وړاندیز، د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځ په نامه ونومول شوه چې موخه یې د ښځو د آزادی بخښونکی غورځنګ د بهیر ګړندی کول وو.
سره له دې چې د مارچ اتمه د پانګوالۍ په وړاندې د کارګرې طبقې د ښځو د مبارزې له منځه سر راپورته کړ او نژدې سل کاله مخکې د مارچ اتمه نیټه د ښځو نړیوال ورځ ونومول شوه، خو لدې سره سره ښځې لا تر اوسه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د زبیښاک په منګلو کې ښکیلې دی.
خو په افغانستان کې میرمنې د نورو هیوادونو په شان تر دوو ستمونو لاندې ژوند کوی: یو د طبقاتی ستم او بل د نارینه تر ستم لاندې. په افغانستان کې د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی ډیر اوږد تاریخ لری، خو په تیرو دریو لسیزو کې افغان میرمنو تر ټولو ډیر کړیدلی ژوند تیر کړی دی. زموږ په هیواد کې د مارچ اتمه په داسې حال کې لمانځل کیږی چې د میرمنو په وړاندی د تاوتریخوالی کچه په بی ساری توګه په ډیریدو ده.
افغان میرمنې د نړۍ تر ټولو کړیدلې میرمنې دی. نه پوهنې ته لاسرسی لری، نه زده کړې ته، نه روغتیا ته او نه هم آن لومړنی انسانی حقوقو ته. هغوی اړې دی چې د بیوزلۍ له امله خپل ماشومان وپلوری، ځان ته اور ورته کړی، ځان زندۍ کړی، وټکول شی، ناانسانی چلند وزغمی او له کورونو څخه په تیښتې سره د ناڅرګند برخلیک په لورې ودرومی.
د دې ناورینونو په منځ کې هر کال د مارچ اتمه نیټه په ډیره ناوړه توګه په افغانستان کې د کړیدلو ښځو په نامه لمانځل کیږی. ټولنیزې ټولنې، ان جی اوګانې، دولتی ادارې، مدنی ټولنې او سیاسی ډلې ټپلی چې د پروپوزل په جوړولو سره په لټه کې دې دا ورځ له خپلې طبقاتی منځپانګې تشه کړه، د ښځو د مبارزی تر ټولو جدی دښمنان دی.
د مارچ اتمه د طبقاتی جګړې له اور څخه سر راپورته کړ او ښایی د یو طبقاتی جګړې په توګه دوام ومومی. د پروپوزل جوړونې، د ګل ورکولو او د ډالر او یورو پیدا کولو په موخه د مارچ اتمه لمانځل د هغه ارتجاعی ډلو کار دی چې د زبیښاک په وړاندې د مبارزې د ادعا سره سره زبیښاک ته خدمت کوی.