نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د پاکستان ټاکنې یوازې بایلونکی لری

په پام کې ده چې د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف د دې هیواد د نوی پارلمان غونډه د مارچ په اولسمه راوبلی او په دې توګه د نوی پارلمان د تدویریدو سره د نوی حکومت جوړیدو ته به لور لاره هواره شی. د ټولټاکنو د نتایجو له مخې د پاکستان د خلکو ګوند، د نواز شریف مسلم لیګ ګوند او پښتون ملت پال او سکیولار عوامی نیشنیل پارټی ټولټال په سلو کې شپیته کرسۍ لاس ته راوړی او د مشرف پلوی ګوندونو مسلم لیګ قایداعظم او متحده قومی مومنټ څلویښت په سلو کې کرسۍ لاس ته راوړی دی. د سیاسی معاملو او جوړجاړی پر بنسټ د پاکستان د خلکو ګوند، د نواز شریف مسلم لیګ ګوند او عوامی نیشنل پارټی به په مرکز کې ایتلافی حکومت جوړوی چې په ترڅ کې به یې لومړی وزیر، د پارلمان ویاند او مرستیال ویاند د پاکستان د خلکو له ګوند څخه وی، خو درې واړه ګوندونه به په مرکزی کابنیه کې وزیران لری. همدا شان د ۳۴ کرسیو په درلودلو سره د عوامی نیشنل پارټی تر مشرۍ لاندې او د خلکو له ګوند سره په ایتلاف کې د سرحد صوبې ایالتی حکومت جوړ شی. دا به د سرحد په تاریخ کې لومړی ځل وی چې د عوامی نیشنل پارټۍ تر مشرۍ لاندې حکومت جوړیږی. پښتون ملت پالانو د هند له تجزیې په درشل کې د کانګرس ګوند د غړیتوب په موده کې د سرحد صوبې د ایالتی حکومت مشری په غاړه درلوده. د سیمې نویو دینامیکونو ته په کتو سره د سرحد نوی سیاسی جوړښت د سیمې او په ځانګړی د افغانستان لپاره د پام وړ ارزښت لری.

د مرکزی حکومت د جوړیدو په موخه د پردې تر شا جوړجاړې او خبرې اترې روانې دی. آصف علی زرداری ځان د پاکستان سونیا ګاندی ګڼی او غواړی له رسمی مقام نه بې برخې خو تر ټولو ډیر واک ولری. په لومړی سر کې داسې انګیرل کیده چې مخدوم امین فهیم چې په خټه سندی دی او بینظیر ته وفادار و، د لومړی وزیر پر چوکۍ ډډه ووهی، خو د ورځو په تیریدو سره داسې بریښی چې د هغه پر ځای به چوهدری احمد مختار د پاکستان د خلکو د ګوند لخوا دې مقام ته ونومول شی. احمد مختار د پاکستان تر ټولو بډایه پانګوال دی چې د ټول هیواد د چرم صنعت پخپل انحصار کې لری. دې د بینظیر د دویمې دورې په ترڅ کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر و او هغه وخت چې زرداری د بډې اخیستنې له کبله په "ښاغلی ۱۰٪" مشهور شوی و ځکه چې په هرې معاملی کې به یې په سلو کې لاس ونډه درلوده، احمد مختار یې هم شریک ګڼل کیده. مختار په خټه پنجابی دی نو ځکه زرداری په دې ډول هڅه کوی چې د نوازشریف او د پنجاب د چوهدریانو ملاتړ د اوږدی مودې لپاره ځان سره ولری ځکه چې د پاکستان سیاست له بل هر وخت نه ډیر د قومی کرښو پر اوږدو روان دی، او د بینظیر د وژنې نه وروسته دغه هیواد د کورنۍ جګړې په درشل ولاړ و.

د درې ګوندونو د ستر ایتلاف په جوړیدو سره به دوی د پارلمان له ۳۴۱ کرسیو دوه په دریمه برخه په خپل واک کې ولری او که غوښتلی یې وی نو کولای شی چې ولسمشر مشرف استیضاح او په دې ډول له دندې ګوښه کړی. که څه هم چې د نواز شریف مسلم لیګ د دې کار په کولو ډیر تاکید کوی خو داسې ښکاری چې دوه نور ګوندونه دې کار ته دومره زړه نه ښه کوی ځکه چې د ټاکنو له ترسره کیدو وروسته په اسلام آباد کې د پاکستان سفیر په وار وار د دې ګوندونو له مشرانو سره کتلی دی او واشنګټن هم وروسته له هغې له مشرف نه خپل ټینګ ملاتړ په ډاګه کړ چې مشرف د بوش د افریقا د دورې په مهال له هغه سره په ګانا کې وکتل. په داسې حال کې چې هیڅ یو ګوند د مشرف د استیضاح له لارې د امریکا د خوابدولو جرات نه لری، خو ټول په یو ټکی سره همغږی دی چې د سترې محکمې ډیری قاضیان به بیرته پخپلو دندو وګومارل شی.

له بل پلوه د پاکستان د سیاسی جوړښت مخې ته تر ټولو ستره پرته مساله په سیاسی چارو کې د پوځ د پرله پسې مداخله ده چې د دې هیواد د تاریخ له نیم نه زیات وخت یې د هیواد سیاسی مشری په سیده ډول په غاړه درلودلې ده. د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیانی په دې وروستیو کې هغه پوځی چارواکو ته چې پر ملکی دندو ګومارل شوی دی امر وکړ چې یوازې پوځی دندې پر مخ یوسی او له ملکی چارو دې ځانونه ګوښه کړی. خو داسې نه بریښی چې دا امر د آی اس آی لپاره هم د اجرا وړ وی چې د دولت په منځ کې د دولت په توګه کار کوی او صلاحیت لری. له بل پلوه د پاکستان پوځ د هیواد پر اقتصاد یو داسې دروند پیټی دی چې ټول پاکستانی ولس یې دروندوالی پر خپلو اوږو احساسوی ځکه چې د یو اقتصادی سکتور په بڼه کار کوی او له بانکدارۍ نه نیولې تر سمنټ، سړک جوړونې او ښارجوړونې، او بیمې او تر پولۍ او وریجکو د تولید پورې هره برخه کې یې پانګونه کړی ده.

د پاکستان نیمایی ولس د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوی او ځانله تیره میاشت د خوراکی او لګښتی توکیو بیې لس په سلو کې اوچتې شوی دی.

د اقتصادی نابسامانی تر څنګ امنیت او د افراطی ډلو فعالیتونه هغه ستر سرخوږی دی چې د راتلونکی حکومت د عمر موده ټاکلی شی. په ۲۰۰۷ کې په پاکستان کې شپیته ځانمرګی بریدونه ترسره شول چې لویه برخه یې په جولای میاشت کې د سره جومات د عملیاتو نه وروسته وه. د بینظیر تر څنګ د پوځ د روغتیا مشر دګر جنرال مشتاق بیګ هم د همداسې عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

دا ټول هغه واقعیتونه دی چې که په لنډ مهاله کې نه وی نو هرومرو په اوږدې راتلونکی کې په غوڅ ډول پاکستان له سترو ننګونو سره مخ کولای شی او آن بقای یې تر پوښتنې لاندې راوستلای شی.                   

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد