نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د جنګسالارانو ښکر په ښکر کیدل

په دې وروستیو کې کله چې جنرال(!) دوستم له خپلو پنځوسو ملیشه و سره یو ځای د اکبربای پر کور برید وکړ او هغه یې له ځانه سره یووړ، د کورنیو چارو وزارت لخوا د هغه کور کلابند او اکبربای د دوستم د ملیشه و له منګولو څخه خوشی کړای شو. د یادولو وړ ده چې د انسان تښتونې په دې پیښه کې د ملی کنګرې مشر لطیف پدرام هم شامل او د دوستم په کور کې موجود و.

د دوستم لخوا د اکبربای پر کور برید کول څو اړخونه لری چې د پام وړ ګڼل کیږی. دا پیښه وړاندې له هرڅه ښیی چې جنګسالاران د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره له خپل شخصیت، عزت، دوستۍ او ملګرتیا څخه تیریدلی شی. اکبربای په تیر وخت کې د دوستم د قومندانانو له ډلې شمیرل کیده، خو نن ورځ دواړه د یوه بل په وړاندې ولاړ او یوه بل ته یې غاښونه تیره کړی دی. د پرون ورځې ملګرتیا، نن په دښمنۍ اوښتې او یو د بل وینو ته تږی دی. له بل پلوه پدرام چې تل د روشنفکرانو اکتونه او اداګانې کوی او خپل ځان د ملی او پرمختللو مفاهیمو پلوی بولی، د دوستم په څیر انسان له کوره سر راوباسی او په دې توګه ثابتوی چې جنګسالارانو د خپلې واکمنۍ لپاره څومره پاخه ایدیولوګان په خپل څنګ کې ساتلی دی.

د دوستم د کور د کلابندۍ په غبرګون کې د دوستم پلویانو دولت وګواښه چې که له جنرال(!) دوستم څخه بخښنه ونه غوښتل شی، د شمال اته ولایتونه به خپل ملاتړ له دولت څخه واخلی او هغه به له ننګونو سره مخامخ کړی. د دوستم پلویان په دې پوهیږی چې د افغانستان دولت دومره بې کفایته او بې وسه دی چې هغوی په رښتیا کولای شی د افغانستان مرکزی دولت ته چیلنج ورکړی.  اکبربای هم د دوستم د پلویانو د ګواښونو په بدل کې ګواښ کړی چې که چیرې کرزی ونکړای شی دوستم محاکمه کړی، هغه او پلویان او ملګری به یې د افغانستان د تابعیت تذکرې، کرزی ته ورکړی او دا هیواد به خوشې کړی او یا به له کومې بلې طریقې کار واخلی!

دوستم چې د ملی جبهې (په اصطلاح د افغانستان د دولت اپوزیسیون) غړی او د افغانستان د وسله والو قواو درستیزوال دی، په ورته وخت کې په دوو کارتونو لوبه کوی (که څه هم د افغانستان د دولت زیاتره لوړپوړی چارواکی هم په دولت کې دی او هم په اصطلاح د دولت د اپوزیسیون غړی). دوی د دواړو کارتونو په درلودلو سره له یوې خوا دولت ګواښوی او له بلې خوا خلک. د دولت او جنګسالارانو د موږک او پیشو لوبې په منځ کې تل خلک تر پښو لاندې شوی او د دوی د ناوړه سیاستونو قربانی کیږی. د ملی جبهې ویاند هم په ډیر سپین سترګی توب اعلان وکړ چې دا د دوستم او اکبربای تر منځ شخصی مسئله ده او لوی څارنوال حق نه لری د هغوی په منځ کې مداخله وکړی!! 

د افغانستان لوی څارنوال د دوستم دنده د تعلیق په حالت کې راوستې، خو مخکې له هرڅه یې اعلان کړی چې زور یې پر دوستم نه رسیږی او محکمې ته د هغه د راکاږلو وس نه لری! دا هغه څارنوال دی چې پرته له کومې ویرې او ډار، مظلوم او بې وسه کسان د سترګو په رپ کې نیولی شی، هغوی بندی کولی او د محکمې مخې ته درولای شی، خو زور یې پر دوستم بای نه رسیږی! یو دولت له دې څخه نور زیات بې وسه او بې کفایته کیدای نشی چې د هیواد د یوه وګړی د محاکمې یا نیولو توان ونه لری. ښایی د افغانستان دولت هم پر دې راضی وی چې د دوستم او اکبربای تر منځ د شخړې د حل لپاره کومه لاره پیدا کړی او ځان ورڅخه بې غمه کړی. د دواړو خواو تر منځ همدا اوس د جوړجاړۍ جلسې روانې دی، تر څو د شخړې بوی نور هم پورته نشی او په څه ډول د دوی تر منځ سوله وشی.

د جنګسالارانو له یو بل سره یا له دولت سره د جنګسالارانو ښکر په ښکر کیدل یوه طبیعی مسئله ده، خو تر کومه وخته به خلک د دوی د ښکر په ښکر کیدو قربانیان وی؟ که د دوستم او اکبربای په شخړه کې دولت له جرئت څخه کار واخلی او دوستم د محاکمې ته راکاږی، د دې محاکمې کولو بیه به هغه ناخبره ازبک او ترکمن وروڼه ادا کړی چې فکر کوی دوستم یا اکبربای د هغوی ژغورونکی یا مشران دی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد