نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

نشریه پیشرو

سیاسی ـ اجتماعی ـ فرهنگی مدیر مسوول نورانی

د جنګسالارانو ښکر په ښکر کیدل

په دې وروستیو کې کله چې جنرال(!) دوستم له خپلو پنځوسو ملیشه و سره یو ځای د اکبربای پر کور برید وکړ او هغه یې له ځانه سره یووړ، د کورنیو چارو وزارت لخوا د هغه کور کلابند او اکبربای د دوستم د ملیشه و له منګولو څخه خوشی کړای شو. د یادولو وړ ده چې د انسان تښتونې په دې پیښه کې د ملی کنګرې مشر لطیف پدرام هم شامل او د دوستم په کور کې موجود و.

د دوستم لخوا د اکبربای پر کور برید کول څو اړخونه لری چې د پام وړ ګڼل کیږی. دا پیښه وړاندې له هرڅه ښیی چې جنګسالاران د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره له خپل شخصیت، عزت، دوستۍ او ملګرتیا څخه تیریدلی شی. اکبربای په تیر وخت کې د دوستم د قومندانانو له ډلې شمیرل کیده، خو نن ورځ دواړه د یوه بل په وړاندې ولاړ او یوه بل ته یې غاښونه تیره کړی دی. د پرون ورځې ملګرتیا، نن په دښمنۍ اوښتې او یو د بل وینو ته تږی دی. له بل پلوه پدرام چې تل د روشنفکرانو اکتونه او اداګانې کوی او خپل ځان د ملی او پرمختللو مفاهیمو پلوی بولی، د دوستم په څیر انسان له کوره سر راوباسی او په دې توګه ثابتوی چې جنګسالارانو د خپلې واکمنۍ لپاره څومره پاخه ایدیولوګان په خپل څنګ کې ساتلی دی.

د دوستم د کور د کلابندۍ په غبرګون کې د دوستم پلویانو دولت وګواښه چې که له جنرال(!) دوستم څخه بخښنه ونه غوښتل شی، د شمال اته ولایتونه به خپل ملاتړ له دولت څخه واخلی او هغه به له ننګونو سره مخامخ کړی. د دوستم پلویان په دې پوهیږی چې د افغانستان دولت دومره بې کفایته او بې وسه دی چې هغوی په رښتیا کولای شی د افغانستان مرکزی دولت ته چیلنج ورکړی.  اکبربای هم د دوستم د پلویانو د ګواښونو په بدل کې ګواښ کړی چې که چیرې کرزی ونکړای شی دوستم محاکمه کړی، هغه او پلویان او ملګری به یې د افغانستان د تابعیت تذکرې، کرزی ته ورکړی او دا هیواد به خوشې کړی او یا به له کومې بلې طریقې کار واخلی!

دوستم چې د ملی جبهې (په اصطلاح د افغانستان د دولت اپوزیسیون) غړی او د افغانستان د وسله والو قواو درستیزوال دی، په ورته وخت کې په دوو کارتونو لوبه کوی (که څه هم د افغانستان د دولت زیاتره لوړپوړی چارواکی هم په دولت کې دی او هم په اصطلاح د دولت د اپوزیسیون غړی). دوی د دواړو کارتونو په درلودلو سره له یوې خوا دولت ګواښوی او له بلې خوا خلک. د دولت او جنګسالارانو د موږک او پیشو لوبې په منځ کې تل خلک تر پښو لاندې شوی او د دوی د ناوړه سیاستونو قربانی کیږی. د ملی جبهې ویاند هم په ډیر سپین سترګی توب اعلان وکړ چې دا د دوستم او اکبربای تر منځ شخصی مسئله ده او لوی څارنوال حق نه لری د هغوی په منځ کې مداخله وکړی!! 

د افغانستان لوی څارنوال د دوستم دنده د تعلیق په حالت کې راوستې، خو مخکې له هرڅه یې اعلان کړی چې زور یې پر دوستم نه رسیږی او محکمې ته د هغه د راکاږلو وس نه لری! دا هغه څارنوال دی چې پرته له کومې ویرې او ډار، مظلوم او بې وسه کسان د سترګو په رپ کې نیولی شی، هغوی بندی کولی او د محکمې مخې ته درولای شی، خو زور یې پر دوستم بای نه رسیږی! یو دولت له دې څخه نور زیات بې وسه او بې کفایته کیدای نشی چې د هیواد د یوه وګړی د محاکمې یا نیولو توان ونه لری. ښایی د افغانستان دولت هم پر دې راضی وی چې د دوستم او اکبربای تر منځ د شخړې د حل لپاره کومه لاره پیدا کړی او ځان ورڅخه بې غمه کړی. د دواړو خواو تر منځ همدا اوس د جوړجاړۍ جلسې روانې دی، تر څو د شخړې بوی نور هم پورته نشی او په څه ډول د دوی تر منځ سوله وشی.

د جنګسالارانو له یو بل سره یا له دولت سره د جنګسالارانو ښکر په ښکر کیدل یوه طبیعی مسئله ده، خو تر کومه وخته به خلک د دوی د ښکر په ښکر کیدو قربانیان وی؟ که د دوستم او اکبربای په شخړه کې دولت له جرئت څخه کار واخلی او دوستم د محاکمې ته راکاږی، د دې محاکمې کولو بیه به هغه ناخبره ازبک او ترکمن وروڼه ادا کړی چې فکر کوی دوستم یا اکبربای د هغوی ژغورونکی یا مشران دی.

مشت نمونه ی خروار

دولت افغانستان و سی درصد قدرت:

اخیراً منابع اطلاعاتی امریکا اعلان کردند که دولت افغانستان فقط بر سی در صد خاک افغانستان تسلط دارد. این حرف تازه ای نیست و همه از میزان قدرت دولت کابل می دانند. زیرا تعدادی از والی ها و ولسوالان نه تنها مطیع دولت نیستند که خود برای حزب و تنظیم شان کار می کنند و ولایت و ولسوالی را تیول خود قرار داده، هر چه دل شان می خواهند، انجام می دهند. طالبان، جنگسالاران، بزرگان قومی و قبیلوی قدرت اصلی را در اختیار دارند و چون مردم می دانند که دولت فاسد است، لذا برای حل مشکلات شان به دولت رجوع نمی کنند. امریکایی ها می خواهند با این اعلان خود را برائت بدهند اما در حالیکه بسیاری از اعمال آنهاست که مردم را در ضدیت قرار داده و چون مردم می دانند که قدرت اصلی نظامی و غیر نظامی را آنان در اختیار دارند، چنین اعلانی نمی تواند آنان را برائت بدهد. وقتی شبانه به خانه های مردم می روند، بمباران می کنند و به گلوله می بندند و کسی هم نمی تواند در برابر شان حرفی بزند، خود به خود همه آنان را مسوول اصلی این وضعیت می دانند.

پاک کاری مواد مخدر:

دولت افغانستان با اعلان لستی از فعالیت های ضد مواد مخدر و دستگیری قاچاقچیان، باز هم قادر نشده از افزایش تولید و قاچاق مواد مخدر در افغانستان جلوگیری کند. امسال قرار است چهار ولسوالی و مرکز ولایت هلمند از کشت کوکنار پاک شوند و قوایی هم به این منظور به آن ولایت فرستاده شده است. این قوا که باید ولسوالی های نادعلی، ناوه، مارجه، گرشک و لشکرگاه را از وجود کوکنار پاک کند، شیوه کار و تصمیم گیری آن با مخالفت والی هلمند رو به رو شد و بدین خاطر از سمتش سبکدوش شد. این پاک کاری در دو ولسوالی نادعلی و ناوه که درگیری در آن نسبت به سایر ولسوالی ها کمتر است، با این تصمیم درین ولایت زمینه ی نفوذ طالبان را بیشتر می سازد، زیرا دولت در مناطق زیر نفوذ طالبان اقدام کرده نمی تواند، فشار به این ولسوالی های نسبتا آرام را افزایش می دهد.

طالبان و شبکه های مخابراتی:

 طالبان اخطار دادند که اگر فعالیت شبانه این شبکه ها در مناطقی تحت کنترل شان متوقف نشود، آنتن های این شبکه ها را نابود خواهند کرد. و به دنبال این اعلان مهلت سه روزه به شبکه های مخابراتی دادند اما شبکه ها توجهی به آن نکرد، طالبان چند آنتن را در ولایت قندهار منهدم ساختند. شبکه ها تلاش دارد تا راهی برای حل این مشکل پیدا کنند و شاید جزیه و باج دادن این مشکل را در آینده حل بسازد، در غیر آن خسارات بزرگی متوجه این دستگاه ها خواهد شد.

افزایش 300 افغانی در معاش:

باز هم گفته می شود که سه صد افغانی بر معاش کارمندان دولتی در سال1387 افزوده خواهد شد و این افزایش سر از ماه میزان سال آینده عملی می گردد. در حقیقت این افزایش 150 افغانی  است اما وزارت مالیه به خاطریکه نشان دهد افزایش کم نیست آنرا 300 افغانی سر از ماه میزان اعلان می کند. این افزایش 300 افغانی در حالی صورت می گیرد که قیمت بسیاری از اجناس در 3 ماه گذشته میان 60 تا 120 در صد افزایش یافته است و بدین صورت افزایش در معاش، چیزی جز خاک زدن به چشم کارمندان بیچاره نیست. در حالیکه معاش افراد اردو و امنیت ملی از 50 تا 75 در صد افزایش می یابد.

تل سیاه بازهم قربانی گرفت:

تل سیاه یکی از اردوگاه های هتلری ایران است که برای مهاجران افغان در استان سیستان و بلوچستان ساخته شده است. درین اردوگاه یا زندان مخوف که نشانی از انسانیت، وجدان و شرف انسانی نزد محافظان آن دیده نمی شود، افغان ها را از شهرها دستگیر و به این اردوگاه می آورند و بعد از نگهداشتن چندین شب با تحقیر و توهین، لت و کوب و گرسنه نگهداشتن، رد مرز می کنند. حاکمان رژیم آخندی ایران می توانند این کار را نکنند و بعد از دستگیری افغان ها را به این جهنم نیاورند، اما چون از شکنجه افغانها لذت میبرند، لذا آنهارا درین شبهای سرد نگه میدارند تا از زجر افغانها لذت ببرند. اخیراً 1800 تن از مهاجران افغان را از پل ابریشم به شهر زرنج رد مرز کردند و همه می گفتند که 4 نفر در تل سیاه به اثر اعتصاب غذایی جان باختند و این مسئله نتوانست انعکاس گسترده در مطبوعات پایتخت بیابد که اکثراً زیر تاثیر ایران قرار دارند و تلاش می کنند از افشای چنین  مسایلی جلوگیری کنند.

حل گوسفندی:

 بعد از آنکه ملیشه های دوستم، اکبر بای را لت و کوب کردند و څارنوال اعلان کرد که وظیفه پوقانه ای دوستم را در قوای نظامی به حالت تعلیق در می آورد و او را به تحقیق می کشاند و بعد از آنکه زور څارنوال به این کار نکشید و فرستاده څارنوال از سوی افراد دوستم توهین و تحقیر شد و حتی کاغذ ارسالی څارنوال را هم نگرفتند، بار دیگر جرگه ای  از شمال آمد و خواست تا این مساله را از مجرای غیر قانونی حل بسازد و چنانچه زمانی دین محمد جرئت با آوردن گوسفندی به خانه لوی څارنوال مشکل را حل کرد، این بار اطرافیان دوستم هم این کار را کردند، اما اکبر بای تهدید کرد که اگر این کار صورت بگیرد او از افغانستان خارج و از تابعیت خود دست برخواهد داشت. گر چه کرزی بعداً گفت که این کار را باید څارنوال از راه قانونی به پیش برد.

شعار یک و نیم هزار متری:

اخیراً شورای متحد ملی شعار یک ونیم هزار متری قانونمند شدن حضور نیروهای خارجی در افغانستان را نوشته و طی تظاهراتی آن را در کابل نمایش دادند. این در حالی است که نیروهای خارجی در هیچ کشوری حاضر به پذیرش قانونمندی های آن کشور نبوده و اگر قرار است که این نیروها با پایگاه هایی که گرفته اند در دراز مدت باقی بمانند و زمان حضور شان معین گردد، فکر نمی شود که آنها به چنین پیشنهادی تن بدهند. آنها روزی که به افغانستان آمدند از کسی اجازه نگرفتند و امروز هم ضرورتی به چنین قیدی ندارند و می دانند که هر چه بکنند دست شان آزاد است و این تظاهرات ها شاخ بروت شان را کج نمی تواند.

بانکی مون، عاشق امریکا:

 بان کی مون سرمنشی ملل متحد اخیراً به آژانس خبری نووستی گفته است که به نظرش جهان به رهبری ایالات متحده امریکا نیاز دارد و ملل متحد دوستی بهتر از امریکا ندارد. او که از ابتدای فعالیتهایش در سازمان ملل متحد به دوستی و روابط نزدیک با امریکا شهرت داشت، به عشق خود از زمان کودکی نسبت به امریکا اعتراف کرده است. وی می گوید که از کودکی به امریکا و اهداف انسان دوستانه ی این کشور عشق ورزیده است و این سربازان امریکایی بودند که کشورش را از تهاجم کمونیستها نجات دادند و نسبت به او بسیار مهربان و پر لطف هستند.

این دوستی وعشق سرمنشی سازمان ملل نسبت به امریکاست که عاشقان دیگر را هر روز با تظاهرات به دروازه نمایندگی آن در کابل میکشاند ورنه آقای بانکی مون این را می داند که وعده های امریکا برای مردم افغانستان جز بدبختی تا حال چیزی نیاورده است و در عراق خودش شاهد بود که چه وضعیتی پیش آمده که در جریان صحبتش با فیر راکت چنان او را پروت دادند که نزدیک بود در زیر همان میز خطابه با عشق امریکا در دل، جایگاه ابدی خود را پیدا کند.

د پاکستان ټاکنې یوازې بایلونکی لری

په پام کې ده چې د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف د دې هیواد د نوی پارلمان غونډه د مارچ په اولسمه راوبلی او په دې توګه د نوی پارلمان د تدویریدو سره د نوی حکومت جوړیدو ته به لور لاره هواره شی. د ټولټاکنو د نتایجو له مخې د پاکستان د خلکو ګوند، د نواز شریف مسلم لیګ ګوند او پښتون ملت پال او سکیولار عوامی نیشنیل پارټی ټولټال په سلو کې شپیته کرسۍ لاس ته راوړی او د مشرف پلوی ګوندونو مسلم لیګ قایداعظم او متحده قومی مومنټ څلویښت په سلو کې کرسۍ لاس ته راوړی دی. د سیاسی معاملو او جوړجاړی پر بنسټ د پاکستان د خلکو ګوند، د نواز شریف مسلم لیګ ګوند او عوامی نیشنل پارټی به په مرکز کې ایتلافی حکومت جوړوی چې په ترڅ کې به یې لومړی وزیر، د پارلمان ویاند او مرستیال ویاند د پاکستان د خلکو له ګوند څخه وی، خو درې واړه ګوندونه به په مرکزی کابنیه کې وزیران لری. همدا شان د ۳۴ کرسیو په درلودلو سره د عوامی نیشنل پارټی تر مشرۍ لاندې او د خلکو له ګوند سره په ایتلاف کې د سرحد صوبې ایالتی حکومت جوړ شی. دا به د سرحد په تاریخ کې لومړی ځل وی چې د عوامی نیشنل پارټۍ تر مشرۍ لاندې حکومت جوړیږی. پښتون ملت پالانو د هند له تجزیې په درشل کې د کانګرس ګوند د غړیتوب په موده کې د سرحد صوبې د ایالتی حکومت مشری په غاړه درلوده. د سیمې نویو دینامیکونو ته په کتو سره د سرحد نوی سیاسی جوړښت د سیمې او په ځانګړی د افغانستان لپاره د پام وړ ارزښت لری.

د مرکزی حکومت د جوړیدو په موخه د پردې تر شا جوړجاړې او خبرې اترې روانې دی. آصف علی زرداری ځان د پاکستان سونیا ګاندی ګڼی او غواړی له رسمی مقام نه بې برخې خو تر ټولو ډیر واک ولری. په لومړی سر کې داسې انګیرل کیده چې مخدوم امین فهیم چې په خټه سندی دی او بینظیر ته وفادار و، د لومړی وزیر پر چوکۍ ډډه ووهی، خو د ورځو په تیریدو سره داسې بریښی چې د هغه پر ځای به چوهدری احمد مختار د پاکستان د خلکو د ګوند لخوا دې مقام ته ونومول شی. احمد مختار د پاکستان تر ټولو بډایه پانګوال دی چې د ټول هیواد د چرم صنعت پخپل انحصار کې لری. دې د بینظیر د دویمې دورې په ترڅ کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر و او هغه وخت چې زرداری د بډې اخیستنې له کبله په "ښاغلی ۱۰٪" مشهور شوی و ځکه چې په هرې معاملی کې به یې په سلو کې لاس ونډه درلوده، احمد مختار یې هم شریک ګڼل کیده. مختار په خټه پنجابی دی نو ځکه زرداری په دې ډول هڅه کوی چې د نوازشریف او د پنجاب د چوهدریانو ملاتړ د اوږدی مودې لپاره ځان سره ولری ځکه چې د پاکستان سیاست له بل هر وخت نه ډیر د قومی کرښو پر اوږدو روان دی، او د بینظیر د وژنې نه وروسته دغه هیواد د کورنۍ جګړې په درشل ولاړ و.

د درې ګوندونو د ستر ایتلاف په جوړیدو سره به دوی د پارلمان له ۳۴۱ کرسیو دوه په دریمه برخه په خپل واک کې ولری او که غوښتلی یې وی نو کولای شی چې ولسمشر مشرف استیضاح او په دې ډول له دندې ګوښه کړی. که څه هم چې د نواز شریف مسلم لیګ د دې کار په کولو ډیر تاکید کوی خو داسې ښکاری چې دوه نور ګوندونه دې کار ته دومره زړه نه ښه کوی ځکه چې د ټاکنو له ترسره کیدو وروسته په اسلام آباد کې د پاکستان سفیر په وار وار د دې ګوندونو له مشرانو سره کتلی دی او واشنګټن هم وروسته له هغې له مشرف نه خپل ټینګ ملاتړ په ډاګه کړ چې مشرف د بوش د افریقا د دورې په مهال له هغه سره په ګانا کې وکتل. په داسې حال کې چې هیڅ یو ګوند د مشرف د استیضاح له لارې د امریکا د خوابدولو جرات نه لری، خو ټول په یو ټکی سره همغږی دی چې د سترې محکمې ډیری قاضیان به بیرته پخپلو دندو وګومارل شی.

له بل پلوه د پاکستان د سیاسی جوړښت مخې ته تر ټولو ستره پرته مساله په سیاسی چارو کې د پوځ د پرله پسې مداخله ده چې د دې هیواد د تاریخ له نیم نه زیات وخت یې د هیواد سیاسی مشری په سیده ډول په غاړه درلودلې ده. د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیانی په دې وروستیو کې هغه پوځی چارواکو ته چې پر ملکی دندو ګومارل شوی دی امر وکړ چې یوازې پوځی دندې پر مخ یوسی او له ملکی چارو دې ځانونه ګوښه کړی. خو داسې نه بریښی چې دا امر د آی اس آی لپاره هم د اجرا وړ وی چې د دولت په منځ کې د دولت په توګه کار کوی او صلاحیت لری. له بل پلوه د پاکستان پوځ د هیواد پر اقتصاد یو داسې دروند پیټی دی چې ټول پاکستانی ولس یې دروندوالی پر خپلو اوږو احساسوی ځکه چې د یو اقتصادی سکتور په بڼه کار کوی او له بانکدارۍ نه نیولې تر سمنټ، سړک جوړونې او ښارجوړونې، او بیمې او تر پولۍ او وریجکو د تولید پورې هره برخه کې یې پانګونه کړی ده.

د پاکستان نیمایی ولس د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوی او ځانله تیره میاشت د خوراکی او لګښتی توکیو بیې لس په سلو کې اوچتې شوی دی.

د اقتصادی نابسامانی تر څنګ امنیت او د افراطی ډلو فعالیتونه هغه ستر سرخوږی دی چې د راتلونکی حکومت د عمر موده ټاکلی شی. په ۲۰۰۷ کې په پاکستان کې شپیته ځانمرګی بریدونه ترسره شول چې لویه برخه یې په جولای میاشت کې د سره جومات د عملیاتو نه وروسته وه. د بینظیر تر څنګ د پوځ د روغتیا مشر دګر جنرال مشتاق بیګ هم د همداسې عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

دا ټول هغه واقعیتونه دی چې که په لنډ مهاله کې نه وی نو هرومرو په اوږدې راتلونکی کې په غوڅ ډول پاکستان له سترو ننګونو سره مخ کولای شی او آن بقای یې تر پوښتنې لاندې راوستلای شی.                   

جنگ زبانی حتی هزارمین مشکل را حل نمی سازد

جدل بر سر چهار واژه دری و پشتو از چندی بدینسو صف آرایی هایی را ایجاد کرده و عده ای کف بر دهان به دفاع از دو واژه و تعدادی ساطور به دست از دو واژه دیگر به دفاع برخاسته، تمام مطبوعات را به خود مصروف داشته اند. یکی می خواهد ترمینولوژی زبانی را بجایش نگهدارد و دیگری تلاش می کند تا زبان شیرین دری را از گزند روزگار مصون نگهدارد. اما بسیاری می پرسند که آیا واقعاً این چهار واژه مشکلات اساسی افغانستان را میسازند، یا مسایل مهم و جدی دیگری وجود دارند که باید در برابر آنها جبهه گرفت و زندگی جهنمی مردم را تصویر کرد؟

آقای خرم وزیر اطلاعات و فرهنگ یکباره اعلان کرد که کار برد واژه های دانشگاه و دانشکده از سوی گزارشگر تلویزیون ملی در مزار شریف غیر ملی و غیر اسلامی است و او را از کار برکنار کرد و رییس اطلاعات و فرهنگ مزار با یکتن دیگر که از بکار برد این دو واژه جلوگیری نکردند، کسر معاش شدند و این آتشی بود که به خرمن احساسات عده ای خورد که با جدل های رسانه ای و مظاهرات در چند ولایت به دفاع از این و یا آن طرف منجر گردید.

این بحث ها و جدل ها زمانی اتفاق افتاد و تحلیل گران و سمت گیران به جان هم افتادند که بیش از هزار نفر در برف، سرما و قحطی جان دادند و دست و پای عده ای دیگر درین سرما بریده شد، بگذریم از اینکه در قندهار، طالبان تنها در یک حمله 130 نفر را به کام مرگ فرستادند و نیروهای خارجی  با حمله بر دهات و قریه ها در یک قریه ولسوالی بکواه ده نفر را که در آن دو زن نیز شامل است، کشتند و صدها نمونه دیگر ازین بدبختی که مردم در همان روزها و لحظات در آن دست و پا می زدند، ولی این دو جبهه اصلاً با این مسایل سر و کاری نداشتند و به این خاطر جدل های شان نزد مردم ذره ای ارزش نداشت.

پاک کاری یک زبان از اصطلاحات زبان دیگر و یا راه باز کردن یکی در دیگری، مخصوصاً که هر دو زبان رسمی و کنار هم قرار داشته باشند کار آسانی نیست و مردم هم در مقابل آنها بی تفاوت بوده، عکس العملی نشان نمی دهند مگر این که کجکی در کار باشد. این جدل ها به گونه دیگر، ادامه همان جدل های تفنگی است که عده ای زیر نام قوم، زبان و مذهب بر یکدیگر آتش می گشودند و روزانه هزاران راکت بر مردم می انداختند و فرمان قتل های عام را می دادند و چون دیگر پهلوانان گذشته با حضور«بی – 52» قادر نیستند مقابل هم شاخ و شانه بکشند، پهلوانان "روشنفکر" و تحلیل گر از سنگر مطبوعات و سوته کشی های لب و لونچه یکدیگر را به توپ کاغذی می بندند و درین میان دو همسایه ایران و پاکستان که همیشه هیزم بیار چنین تنوری بوده، از آن ماهی مراد می گیرند، ورنه کی نمی داند که این دو طرف چرا مقابل مصطلحاتی چون تریننگ، پروپوزل، انجو، کپیستی بلدینگ، انترویو و ده ها کلمه دیگر واکنش نشان نمی دهند و هر روز در مصطلحات شان سوپر مارکیت، سیتی سنتر، سیتی تاور و غیره را به کار می برند. در این جا چون پای خارجی های زورمند با پولهای کلان شان در میان است نه ترمینولوژی گرایان و نه مدافعان زبان شیرین دری سر بالا می کنند و نه اعتراض می کنند. چون این مصطلحات با مدرنیته، پلورالیزم، سوسیال دموکراسی (که نه پشتو و نه دری اند) همخوانی دارند، لذا با کار برد آنها در هر دو زبان هیچ مخالفتی ندارند و پهلوانان دیروز هر دو طرف که امروز اصلاح و دموکراسی طلب شده اند، از کاربرد این کلمات احساس غرور می کنند. این فقط تعدادی از جوانان سر خورده و ناپخته هستند که فریب چنین اختلافاتی را می خورند و حتی تا شعار مرگ بر تلویزیون معینی سقوط می کنند و به این ترتیب سوته کشی های دیروز اینگونه تکرار می شود.

در کشوری که 70 درصد مردم آن زیر خط فقر زندگی می کنند و دو ملیون نیروی کار جوان آن به ایران و پاکستان می گریزند و ایران هم که طرفدار زبان شیرین دری است و به این خاطر سر کردگان این زبان را تحبیب می کند، این فقر زدگان را از چهار منزله ها به زیر می اندازند و در تل سیاه جان عده ای را گرفته، عده ای دیگر را نیم جان از مرز به اینسو می اندازند و پاکستان هم طالبان را مست کرده و در هر انتحار جان ده ها گوینده زبان شیرین پشتو را می گیرد و هر دو کشور تا توان دارند، این اختلاف را دامن می زنند. و به این خاطر همه می پرسند که مگر مشکل اساسی مردم ما آیا این جدل ها واین بحث ها است. افرادی که به این مسایل درین اوضاع بچسبند یا احساس مردمی ندارند و یا چشمی به بیرون داشته دارند.

اگر در شرایط کنونی مشکلات مردم بی امنیتی، مرگ و میر ناشی از فجایع طالبان، نیروهای خارجی و جنگ سالاران ارزیابی گردد، مطرح کردن این چهار واژه جز اینکه فکر مردم را از مسایل اصلی به مسایل فرعی برگرداند و به خاک انداختن بر جنایاتی که صورت می گیرد چیز دیگری بوده نمی تواند.

د مارچ اتمه، د زبیښاک په وړاندې د مبارزې تلپاتی بیلګه

د مارچ اتمه د لومړی ځل لپاره په ۱۸۵۷ کال کې د نیویارک د نساجی کارخانو پر  ښځینه کارګرانو باندې د زور زیاتی له کبله  خپلې نښې نښانې راڅرګندې کړی. دغه وخت د نیویارک د نساجی ښځینه کارګرانو د زیاتی په وړاندې په اعتراض او اعتصاب لاس پورې کړی و. پنځوس  کاله وروسته یو ځل بیا د نیویارک د کتان د کارخانې ښځینه کارګرانو د زورزیاتی، زبیښاک، تبعیض او محرومیت له کبله په اعتصاب لاس پورې کړ خو د کارخانې مالک کارګرانې په کارخانې کې بندی او د اور لګیدو وروسته ۱۲۹ میرمنې  په لمبو کې ستی شوې.

په ۱۹۱۰ کال کې د سوسیالیستو میرمنو په دویم نړیوال کنفرانس کې د کلارازاتکین په نامه د یوې مخکښې میرمنې په وړاندیز، د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځ په نامه ونومول شوه چې موخه یې د ښځو د آزادی بخښونکی غورځنګ د بهیر ګړندی کول وو.

سره له دې چې د مارچ اتمه د پانګوالۍ په وړاندې د کارګرې طبقې د ښځو د مبارزې له منځه سر  راپورته کړ او نژدې سل کاله مخکې د مارچ اتمه نیټه د ښځو نړیوال ورځ ونومول شوه، خو لدې سره سره ښځې لا تر اوسه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د زبیښاک په منګلو کې ښکیلې دی.

خو په افغانستان کې میرمنې د نورو هیوادونو په شان تر دوو ستمونو لاندې ژوند کوی: یو د طبقاتی ستم او بل د نارینه تر ستم لاندې. په افغانستان کې د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی ډیر اوږد تاریخ لری، خو په تیرو دریو لسیزو کې  افغان میرمنو تر ټولو ډیر کړیدلی ژوند تیر کړی دی. زموږ په هیواد کې د مارچ اتمه په داسې حال کې لمانځل کیږی چې د میرمنو په وړاندی د تاوتریخوالی کچه په بی ساری توګه په ډیریدو ده. 

افغان میرمنې د نړۍ تر ټولو کړیدلې میرمنې دی. نه پوهنې ته لاسرسی لری، نه زده کړې ته، نه روغتیا ته او نه هم آن لومړنی انسانی حقوقو ته. هغوی اړې دی چې د بیوزلۍ له امله خپل ماشومان  وپلوری، ځان ته اور ورته کړی، ځان زندۍ کړی، وټکول شی، ناانسانی چلند وزغمی او له کورونو څخه په تیښتې سره د ناڅرګند برخلیک په لورې ودرومی.

د دې ناورینونو  په منځ کې هر کال د مارچ اتمه نیټه په  ډیره ناوړه توګه  په افغانستان کې د کړیدلو ښځو په نامه لمانځل کیږی. ټولنیزې ټولنې، ان جی اوګانې، دولتی ادارې، مدنی ټولنې او سیاسی ډلې ټپلی چې د پروپوزل په جوړولو سره په لټه کې دې دا ورځ له خپلې طبقاتی منځپانګې تشه کړه، د ښځو د مبارزی تر ټولو جدی دښمنان دی.

د مارچ اتمه د طبقاتی جګړې له اور څخه سر راپورته کړ او ښایی د یو طبقاتی جګړې په توګه دوام ومومی. د پروپوزل جوړونې، د ګل ورکولو او  د ډالر او یورو پیدا کولو په موخه د مارچ اتمه لمانځل د هغه ارتجاعی ډلو کار دی چې د زبیښاک په وړاندې د مبارزې د ادعا سره سره زبیښاک ته خدمت کوی.